د هند په ډیلي ښار کې وروسته له سلو کلونو ډېره سړه ورځ تېره شوه

روهي(څلورنۍ/۱۱ د مرغومی)، د هند پلازمېنه ډیلي کې د دوشنبې ورځ نژدې یوه پېړۍ وروسته تر ټولو سړه ورځ بلل شوې ده. داسې حال کې چې د هند په شمال کې د یخنۍ سخته څپه راغلې، پلازمېنه ډیلي کې د ورځې لخوا د هوا تودوخې کچه ایله نهه اعشاریه څلور درجو ته وغورځېده، چې د ککړې هوا لړې هم ورسره ملې وې.د ښار هوا چې معمولاً په ژمي کې ککړه وي، د هوا پېژندونکو په خبره د دوشنبې پر ورځ یې د ککړتیا کچه نوره هم لوړه شوې. د هوا پېژندنې ادارې وړاندوینه کوي چې د سې شنبې پر ورځ به هم یخني دوام کوي، خو په خبره یې 'سختي به یې کمه شي. ' د یخنۍ دغه څپه د اتر پردېش، هریانه او پنجاب په ګډون یو شمېر نورو شمالي ایالتونو کې هم راغلې او د دوشنبې پر ورځ ډېری سیمو کې د ورځې لخوا د تودوخې درجه له لسو هم ټیټه ثبت شوې ده. ویل کېږي د هېواد په ټوله شمالي برخه کې د هوا درجه د معمول له کچې ۱۰ درجې ټیټه وه. د هوا له سختۍ یخنۍ سره د پلازمېنې په نژدې ۲۰۰ پناه ځایونو کې د بې کوره خلکو ګڼه ګوڼه هم خورا زیاته شوه. ډیلي کې د هوا درجې ثبتول له ۱۹۰۱ کاله پیل شوي او د چارواکو په وینا له دې مخکې تر ټولو یخه ورځ د ۲۰۱۳ کال د جنورۍ دویمه وه، چې د تودوخې درجه نهه اعشاریه اتو ته ورسېده.د نړۍ ځینې نورو ښارونو برعکس د هند په ډېری ښارونو کې معمولاً ودانۍ د تودوخې مرکزي نظام نه لري او له همدې کبله ژمي کې د بخاریو پېر او پلور ډېرېږي، خو میلیونونه بیوزله هندیان ان د دغه ډول کوچنیو بخاریو رانیولو وس هم نه لري او د تودو اوبو بوتلونو یا پنډو بړستنو په وسیله ځانونه له یخنۍ ساتي. د ډیلي په هوا کې د پېرړو لړو له کبله تر ډېره ځایه لیدل ناشوني وو او له همدې کبله نژدې دغه ښار ته نژدې ۴۵۰ الوتنې، نژدې ۳۰ ریل ګاډي ځنډول شوي او یو شمېر یې لغو شوي دي.