
روهي (څلورنۍ/۱۱ د مرغومي)، د پاکستان او چين تر منځ د اقتصادي دهليز د تړون او همکاريو په ترڅ کې چين دوه ګزمه کوونکي کښتۍ د پاکستان د بحري پوځ په واک کې ورکړې دي.
د پاکستان د بحري ځواک مرستيال عارف الله حسيني تېره ورځ يادې کښتۍ له چين تر لاسه او زياته کړې ده چې له همدې نېټه به د پاکستان په بحري پوخ ک:ې ماموريت پيل کړي.
حسيني دا هم ويلي دي چې په نېږدې راتلونکې کې به چين د "Dasht" او "Zhob" په نومونو دوه نورې کښتۍ هم پاکستان ته ورکړي.
چين او پاکستان کابو له تېرو ۷۰ کالونو سياسي، پوځي او اقتصادي اړيکې لري خو په دې وروستيو کې د دغه دوه هېوادونو ترمنځ د اقتصادي دهليز په جوړېدو دغه اړيکې لا غښټلې شوې دي.
د چين او پاکستان ترمنځ اقتصادي دهليز کې اوس مهال دواړه هېوادونو تر ۴۵ مېلېارده امريکايي ډالر پانګونه کړې ده. چين د ټېکنالوژۍ، وسلو او توليد په برخه کې د پاکستان لاس نيوی کوي او بيا پاکستان خپل ګودار بندر د چين پر مخ خلاص کړی چې له لارې يې مرکزي اسيا ته سوداګري کوي.