روهي (څلورنۍ/۱۱ د مرغومي)، تېره ورځ د عراق پلازمېنې بغداد کې د واشنګټن پر سفارت وسله وال بريد وشو. بريد کې د سفارت ودانۍ ته يو څه زيان رسېدلی دی.
په سفارت څو ساعته جګړه تر سره شوه چې وروسته د هوايي ځواک په ملاتړ پای ته ورسېده. ولسمشر ټرمپ د دغه بريد تر شا د ايران لاس بللی دی.
د دغه بريد وروسته د امريکا متحدو ايالتو دفاع وزارت ويلي دي، چې منځني ختيځ ته به تازه دمي ۷۵۰ پوځيان ولېږي ترڅو د خپلو خلکو ساتنه وکړي.
واشنګتن په منځني ختيځ کې تر ۶۰ زره پوځيان لري چې له منځ يې ۵ زره په بغداد کې مېشت دي. متحدو ايالتو ۲۰۱۹ کال ۱۴ زره اضافي پوځيان منځني ختيځ ته د ولسمشر ټرمپ د سټراېژۍ وروسته ولېږل.
وروستي