
روهي (څلورنۍ/۱۱ د مرغومي)، عربي ټولنې يا Arab League د ليبيا او ترکيې حکومت ترمنځ د نوې پوځي دننه کېدې په اړه غبرګون او مخالفت ښوودلی دی.
مصر کې د عربي ټولنې دايمې استازي ويلي دي چې ليبيا ته د ترکيې ځواکونو لېږل د ليبيا په چارو کې لاس وهنه ده او په ليبيا کې شته تاوتريخوالی لا پرخوالی شي.
ولسمشر رجب طيب اوردغان لیبيا ته د پوځيانو د لېږد طرحه د خپل هېواد پارلمان ته لېږلې ده او د پارلمان له تصويب وروسته به ترکيه ياد هېواد پوځيان ولېږي.
د ليبيا د دولت مشر چې ملګري ملتونه يې په رسميت پېژني له ترکيې غوښتي دي، چې د وسله والو د ځپلو په موخه دې پوځيان ورولېږي. ولسمشر ټرمپ هم د ليبیا حکومت غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړی دی.