
روهي (څلورنۍ/۱۱ د مرغومي)، د پاکستان کراچۍ کې تېره شپه د نوي عيسوي کال د لمانځنې په جشن کې خلکو هوايي ډزې کړې او په پايله کې يې ۱۴ کسان ټپيان شوي دي.
کراچۍ کې چارواکي وايي چې د ښار په بيلا بيلو برخو د نوي عيسوي کال د شروع کېدو پر وخت هوايي ډزې شوې چې ياد تلفات يې رامنځ ته کړي دي.
پوليسو ويلي دي چې د دغه هوايي ډزو په تور يې يو کس نيولي دي. د پېښې ټپيان کراچۍ کې نېږدې روغتونو ته وړل شوي دي.