جمو او کشمیر کې د هند دوه سرتیري وژل شوي

روهي( څلورنۍ/۱۱ د غبر ګولي )، هندي رسنیو ویلي چې د جمو او کشمیر د نوشېرا په برخه کې د عملیاتو په لړ کې د اردو دوه سرتیري وژل شوي دي. عملیات لا اوس هم روان دي.
 
عسکرو ځینې وسله وال موندلي چې غوښتل یې د خیري تیریټ په سیمه کې د ځنګل په ګټه اخیستنې د هندوستان خاورې ته داخل او هلته بریدونه وکړي.
 
په جمو کې میشت د هند د اردو د عامه اړیکو افسر ډګرمن دیویند انند په یوه بیان کې وویل ، "د عملیاتو په لړ کې د اردو دوه سرتیري وژل شوي دي. عملیات لاهم په جریان کې دي او نور جزییاتو ته سترګې په لار دي."
 
کله چې د لټون عملیات پیل شول ، نفوذي ځواکونو په سرتیرو ډزې وکړې.