عطاالله اوزی دراني

روهي(درې نۍ/۱۰ د مرغومی)، څو لسیزې وړاندې افغان ساینسپوه داسې وریجې چمتو کړې چې په یوه دقیقه کې پخېږي. دې ایجاد دا افغان سړی میلیونر کړ او د خپلو پیسو نیمايي برخه یې د هندي کلاسیک شاعرانو مرزا اسدالله خان غالب او میر تقي میر د شعرونو انګلیسي ژباړې ته ځانګړې کړه. وروسته جرمن مستشرقې ډاکټرې این میري شمل د دې شاعرانو دیوانونه انګلیسي انګلیسي ته وژباړل. څېړونکی جان کي بېډن کاږي، چې دغه افغان ساینسپوه چې عطاالله اوزی درانی نومېده، په ۲۳ کلنۍ کې د پټرو کیمسټرۍ برخه کې د لوړو زده کړو لپاره امریکا ته تللی. نوموړی وايي، ښاغلي اوزي نه خو په ژوند ډاکټره میري شمل ولیده او نه هم څوک ویلای شي چې د غالب یا میر د شاعرۍ پر مفهوم پوهیده او که نه. عطاالله اوزی له ننه څه باندې یوه پېړۍ مخکې ( ۱۸۹۷) کال کې د افغانستان هرات کې وزېږېد. د لوړو زده کړو لپاره د هند علیګړ پوهنتون ته او وروسته امریکا ته ورسېد. اوزي غوښتل د نفتو صنعت کې د کار لپاره زده کړې وکړي، خو بخت او تقدیر ښايي بل منزل ورته ټاکلی و.هندی خبریال او لیکوال سعید نقوي په خپل کتاب کې لیکي چې سید حسین د هند خپلواکۍ خوځښت یوه بل مشر جواهرلال نهرو پر خور لکشمي پنډت مین و، خو د هندوانو او مسلمانو د ورورګلوۍ له شعارونو سره هم دوی د واده کولو اجازه و نه مونده.ډاکټره شمل ۱۹۹۲ کې له دې پوهنتونه تقاعد شوه. نوموړې پر یو شمېر موضوعاتو داسې کتابونه ولیکل چې مسلمانو پوهانو هم په دومره تشریحي ډول نه وو لیکلي. د امریکا او منځني ختیځ تر څنګ په خپل هېواد جرمني کې هم همدومره اهمیت ورکړل شو. یو شمېر افتخاري دکتوراوې ورکړل شوې او ټولټال نژدې سل کتابونه یې ولیکل. افغان محصل چې خپل سفر پیلاوه، ښايي ګومان یې نه وي کړی چې د خپل بریالیتوب او شعري ذوق پر مټ به د نړۍ له یوه مهم پوهنتونه د خپل وخت یوې مخکښې څېړونکې له لارې لویدیځوالو ته د غالب او میر شعرونه د خپل یوه ملګري د یادګار په توګه وړاندې کړي. د عطاالله اوزي دراني، سید حسین او این میري شمل نومونه نه یوازې پر خپل ځای تلپاتې شول، بلکې د میر او غالب د شعرونو ژباړې له کبله په انګلیسي ژبه کې هم عام شول او د نړۍ بېلا بېلو کلتورونو تر منځ د اړیکي وسیله شول. ډاکټرې شمل به د خپلې خوښې جرمن شاعر فریدریچ روکرت له قوله ویل: ''نړیواله شاعري د نړیوال تفاهم یو بل نوم دی. ''ویل کېږي، عطاالله دراني ۱۹۵۰ کلونو کې هغه مهال د هند علیګړ پوهنتون ته هم یو لک روپۍ د میر او غالب د ژباړې لپاره ورکړې وې، چې ډاکټر ذاکر حسین یې مشر و، خو له څو کلونو وروسته هم دې لړ کې کوم پرمختګ و نه شو. د نوموړي له مړینې وروسته د وصیت په تړاو د هغه امریکايي وکیلانو ویلي وو، ''زموږ فارسي ډېره ښه نه ده '' یوه وکیل یې ویل، ''دغو کسانو د فارسي ژبې شاعري کوله یا ښايي کومه بله داسې ژبه وه، چې ۱۹ پېړۍ کې هندیانو ویله. '' نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ۱۹۶۴ کال جون پر ۱۹ مه د دراني د وصیت په تړاو د نوموړي د وکیلانو له قوله ولیکل چې دوی نیویارک کې د هند کونسلګرۍ ته په دې تړاو ولیکل، نو له هغه ځایه یې ځواب وموند چې ' 'دغه موضوع باید تاسې له پاکستانیانو معلومه کړئ. ' ' ورځپاڼه وايي، ''له یو څه څېړنې وروسته کونسلګرۍ چارواکو وویل، د غالب شاعري د عشق، فلسفې او مینې په تړاو وه، خو د میر شعر مذهبي رنګ درلود چې د اسلام شیعه فرقې امتزاج پکې څرګند و. '' یو بلاګر دانش خان لیکي، ۱۹۴۹ کال کې (میامي ډيلي) نومې ورځپاڼې د دغه عشق کیسه داسې ولیکله: ''له هغه څو اونۍ مخکې چې لکشمي پنډت د امریکا لپاره د هند سفیره وټاکل شوه، سید حسین د (قاهرې) مشهور شېپرډ هوټل د ګوټ په یوه خونه کې مړ وموندل شو، نژدې ملګرو یې ادعا کوله چې په مات زړه د مرګ غېږ ته تللی. '' ویل کېږي چې د سید حسین او وجې لکشمي پنډت تر منځ زورور عشق و. ځینو ورځپاڼو نوموړی له رابندر نات ټګوره وروسته د هند تر ټولو لوی عالم سړی باله او پر مرګ یې د نورو دوستانو په څېر عطاالله اوزی - درانی هم سخت خواشینی و.