له ډېرو بمباریو وروسته، اوس دلته له انسانانو ډېر پشوګانې اوسي

روهي(درې نۍ/۱۰ د مرغومی)، د سوریې په کفرنبل ښارګوټي کې د حکومتي او روسي ځواکونو له څو میاشتني بمبار وروسته اوس دلته له انسانانو پیشوګانې ډېرې دي. کفر نبل د هغه وروستي ولایت برخه دی چې لا هم د وسلوالو په لاس کې دی. د بي بي سي خبریال مایک تامسن وايي، اوس دلته انسان او پیشو- چې دوه مختلف ژوي دي- دې سخت وخت کې یو بل ته د زړه سکون یا ډاډ ور کوي. له سخت بمبار د بچېدو لپاره یو سړی ځمکتل کې له مېز لاندې پټېږي.دا مشکله ده چې پیشوګانې څومره دي، خو ډاډه ویلی شو چې سلګونو او یا هم زروګونو رسېږي. صلاح وايي، دا پیشوګانې هم یو چا ته اړتیا لري، چې خوراک څښاک ورته برابر کړي، ځکه داسې کورونو ته ځي چې لا هم پکې خلک شته: "هر کور کې نږدې ۱۵ پیشوګانې دي، په ځینو کې ډېرې هم دي". صلاح د یوې ځايي راډیو خبریال دی، خو سټوډیو یې اوسني بمبار کې له منځه تللې ده. خو له دې بمبار مخکې یې راډیو یوه بل نږدې کلي ته لېږدولې ده. دا راډیو د بمي بریدونو له ګواښ سره سره خبرونه او تنزیه خپرونې جوړوي. لسګونو پیشوګانو دا راډیو مرکز خپل کور جوړ کړی، چې بنسټګر او مشهور ټولنیز فعال راید فارس د ۲۰۱۸ کال نومبر کې د وسلوالو برید کې ووژل شو. صلاح وايي، دې ودانۍ کې څو پیشوګانې وزېږېدې. د یوې سپین رنګې پکې له راید فارس سره ډېرس مینه وه او هر ځای به ور سره تله او هم به ور سره ویدېده. کله چې صلاح له خپل ویجاړ کور وځي، نو پیشوګانې له هرې خوا میو میو کوي. ځینې دا غږونه ورو او نور د چیغو او بې صبرۍ په ډول دي او صلاح وايي، دا کار له هر چا سره کېږي: "کله چې کوڅه کې هم ځو نو له ۲۰ تر ۳۰ پیشوګانې را سره ځي، ځینې تر کور را سره ځي". د تیارې خورېدو سره د بې څېښتنه وږیو سپیو غپا د شپې حالت لا زیاتوي. له لوږې په پیشوګانو پسې ګرځي. که څه هم پیشوګانې له سپیو کمزورې دي، خو صلاح وايي، ډېرې دي ځکه هره جګړه کې بریالۍ وي. هغه به د پیشوګانو شیدو او نورو خوراکتوکو ته پیسې بېلولې.