د ویکټوریا ایالت خلک له اوره په تیښته دي

روهي(درې نۍ/۱۰ د مرغومی)، د اسټرالیا په وېکټوریا ایالت کې زرګونه خلک له لګېدلیو اورونو د ځان ژغورنې لپاره د سمندر ساحل خوا ته په تېښته دي. د مالاکوټا سیمې خلکو ويلي، د اور لمبو اسمان سور کړی او دوی په وحشتناک حالت کې بېړیو ته وختل او له سیمې ووتل. حکومت ویلي چې له زیانمنې سیمې د خلکو ایستلو لپاره به پوځي الوتکې او بېړۍ ور لېږي. چارواکي وایي، په نیو سوت وېلز ایالت کې دوه نور کسان هم وژل شوي، چې ورسره د روانو اورونو له کبله د وژل شویو شمېر ۱۲ تنو ته رسېدلی. دوی همدا راز زیاتوي چې په وېکټوریا کې څلور او په نیو سوت وېلز کې یو کس لادرکه دی. د وروستیو دوه قربانیانو مړي، چې ویل کېږي پلار او زوی دي، د نیو سوت وېلز په کوربارګو سیمه کې موندل شوي دي. دا ښارګوټی د سه شنبې پر ورځ د اور په لمبو کې راګېر شو او وسوځېد. د اسټرالیا په دوه ایالتونو، وېکټوریا او نیو سوت وېلز کې کابل دولس ځایونو کې جدي اور لګېدنې له کبله بېړنی حالت اعلان شوی دی. په سیمه کې د سیلانیانو ډېری چکر ځایونه تړل شوي دي او ور غځېدلې لویه لاره هم بنده ده. مالاکوټا کې بیا د اور وژنې ادارې چارواکي وایي، بادونو خپل لوری بدل کړی دی او ورسره د اور مخه هم له دې ښاره بل لور ته اوښتې ده.