د احتجاجونو په لړ کې یې د امریکا پر سفارت برید کړی

روهي(درې نۍ/۱۰ د مرغومی)، د عراق له پلازمېنې بغداد نه وروستي رپوټونه وایي، هغه قهرېدلو احتجاجیانو، چې پر یوې شیعه ملیشې د امریکا هوایي برید پر ضد را پارېدلي وو، دې ښار کې د امریکا پر سفارت برید کړی دی. ویل کېږي چې امریکایي ځواکونو د دوی په شا کولو لپاره اوښلن ګاز هم کارولی دی. د امریکا سفارت د بغداد ښار په (شنه زون) کې دی او دا د ښار یوه حساسه سیمه بلل کېږي چې کلک امنیت یې ساتل کېږي. رپوټونه وایي چې پارېدلي احتجاجیان د سفارت بهرني امنیتي کمربند یا دېوال نه ور اوښتي دي او یو امنیتي برج ته یې هم اور اچولی دی. دغه احتجاجونه عراق کې د کتایب حزب الله په نامه د یوې وسله والې ډلې پر ضد د امریکا هوایي بمبار پر ضد کېږي. دا بریدونه چې عراق او سوریه کې د دې ډلې پر پنځو مرکزونو شوي، شاوخوا ۲۵ کسان پکې وژل شوي دي. امریکا وايي، دې ډلې تېره جمعه د عراق کرکوک کې پر داعش ضد ټلوالې برید وکړ چې له امله یې امریکايي قراردي ووژل او څو امریکايي او عراقي سرتېري ټپیان شول. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ټینګار کړی چې که ایران یا یې ملاتړې ډلې بیا پر امریکا او یا یې ملګرو برید وکړي نو سخت ځواب سره به مخ شي. مایک پمپیو د اسراییل له لومړي وزیر او د ابوظبۍ له ولیعهد سره هم پر اړوند مسله غږېدلی دی.د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بیان له مخې، ښاغلي پمپیو د دوشنبې په ورځ د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتن یاهو، د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان او د ابوظبۍ له ولیعهد محمد بن زاید ال نهیان سره ټلېفوني خبرې کړې دي.خو د عراق لومړي وزیر په ټینګار سره ویلي نه غواړي چې هېواد یې د کومې سیمه ییزې او یا نړیوالې شخړې لپاره د جګړې ډګر شي. عادل عبد المهدي په یوه بیان کې د کتایب حزب الله ډلې پر مرکزونو د امریکا د هوايي ځوکونو بریدونه د عراق د ملي حاکمیت پرضد ګام بللی: د نوموړي په خبره، دا برید له هغو اصولو جدي سرغړونه ده چې له مخې یې نړیوال ایتلاف رامنځته شوی دی. "دا تیری چې د نړیوال ایتلاف له اصولو په ښکاره سرغړونه شوی عراق هڅوي چې خپل اړیکو او په سیاسي، امنیتي او حقوقي لحاظ د ګډ کار څرنګوالي ته بیا کتنه او د خپل حاکمیت ساتنه وکړي". نوموړی وايي، له برید مخکې د امریکا دفاع وزیر ورته وویل چې د کتایب حزب الله پر مرکزونو څو ساعته وروسته برید کېږي: "ما ورته وویل دا ډیر خطرناک کار دی او شخړه پراخوي. موږ باید د دا ډول مسلو په اړه سلا مشورې وکړو، ګډې څېړنې روانې دي او لا نه ده معلومه چې پر کې ون K One اډه برید چا کړی".