رومانیا کې یوې ښځې د عملیات پر مهال اور اخیستی او مړه شوه

روهي(درې نۍ/۱۰ د مرغومی)، د رومانیا په یوه روغتون کې یوې ناروغې ښځې د جراحۍ عملیاتو پر مهال اور اخیستی او وروسته د سوځېدنې له کبله یې ساه ورکړې. دا پېښه د دسمبر پر ۲۲مه نېټه د بوخارېست ښار په یوه روغتون کې رامنخته شوې ده. وژل شوې ۶۶ کلنه ښځه د تریخي په سرطان اخته وه. د رپوټونو له مخې ډاکټرانو تر جراحۍ وړاندې د دې ښځې پر بدن یو ډول الکولي مواد کارولي وو، چې د زخم شاوخوا پوستکی پاکوي. خو وروسته ډاکټرانو د جراحۍ لپاره برېښنایي چړه کارولې ده، او کله چې دا چړه پر الکولي موادو لګېدلې نو د ناروغې ښځې ټول بدن اور اخیستی. د دې تېروتنې له کبله د ښځې د بدن ۴۰ سلنه برخه سوځېدلې وه او یوه اوونۍ وروسته یې روغتون کې ساه ورکړه. ځایي رسنۍ وایي چې پولیسو د دې ښځې د وژل کدو په تړاو قضیه پرانیستې ده. کورنۍ یې وایي، دوی ته یوازې دومره ویل شوي وو چې دا پېښه یو تصادف و، او نور خبر نه وو چې د جراحۍ پر مهال څه پېښ شوي وو. دوی وایي چې وروسته د رسنیو له لارې په اصله کیسه خبر شول، خو زیاتوي چې پر چا عریضه نه کوي، او یوازې غواړي په حقیقت پوه شي. مرستیال وزیر هوراتیو مولدوان ویلي، ډاکټران باید خبر وای چې کله د جراحۍ لپاره برېښنایي چړه کارول کېږي نو باید د ناروغ پر پوستکي الکولي مواد ونه کارول شي. د اروپایي ټولنې په غړنو هېوادونو کې رومانیا هغه هېواد دی چې پر عامه روغتیا تر ټولو کمې پیسې لګوي. دې هېواد کې د زېږون پر مهال د ماشومانو مړینه هم په اروپا کې تر ټولو ډېره ده