د عام ذوق قانون سرغړونکي به د زندان تر څنګ ۱۴۰۰ ډالره جریمه هم شي

روهي(درې نۍ/۱۰ د مرغومی)، په سعودي عربستان کې له قانون د سرغړونې په تور د ۲۳ سړیو او ۳۷ ښځو تر نیول کېدو وروسته په دې هېواد کې د "عام ذوق قانون" په اړه د غندنې او تایید بحثونه پیل شوي دي. د سعودي د عامه امنیت ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ۶۰ کسان یې د عام ذوق له لایحې د سرغړونې په تور نیولي، چې ۲۳ سړي او ۳۷ ښځې دي، "په دوی کې ځینې په عامه ځایونو کې د نا مناسبو جامو اغوستلو له کبله نیول شوي چې ټاکلې سزا به ورکړل شي." په سعودي عربستان کې ښځینه فعالانو تر دغو نیونو وروسته پر ټوېټر د_ښځو_ضد_لهرعام_ذوق_ ګټه_اخیستل هشټګونه لاس په لاس کړل، چې دا یې د قانون په تطبیقولو کې دوه ګونی چلن بللی دی. دوی وايي، دا قانون یوازې پر سعوديانو پلی کېږي او پر بهرنیو ښځو او هغو بهرنیانو چې په دې هېواد کې اوسېږي، نه تطبیقېږي. دوی وايي، له قانون باید هېڅوک هم مستثنا نه وي. د فوز العتیبي په نامه یوې ښځې یوه وېډیو خپره کړې چې پر خواله رسنیو مشهورې عربانې پکې ښکاري یوې بلې ټوېټر کارنې ویلي، له سزا باید هېڅوک هم مستنثا نه شي، هغه که بهرني وي یا کورني وګړي. خو د عیسی الرشیدي په نامه یوه بل کس بیا ویلي، په عامو ځایونو کې د ګرځېدو پرمهال باید مناسبې جامې واغوستل شي. د سعودي یوې شورا په تېره اپرېل میاشت کې د "عام ذوق" په نامه ۱۰ ماده ییز قانون تایید کړ. په دې قانون کې د ټولنیزو ارښتونو او چلن په اړه لارښوونې شوې دي. د دغه قانون له مخې، که څوک سرغړونه کوي، باید سزا ورکړل شي. ددغه قانون سرغړوونکو ته ان ۵ زره ریاله (کابو ۱۴۰۰ ډالر) نغدي جریمه هم ټاکل شوې ده.