آزاد شوی وکیل: د پښتون ژغورنې غورځنګ څخه به ملاتړ نه کوې

روهي( درې نۍ/۱۰ د غبرګولي )، لادرکه کړل شوي پاکستانی وکيل ادعا کړې، په دې شرط پرېښودل شوی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ او د نورو حقوقي چارو په اړه به پر ټولنيزو رسنيو فعاليت نه کوي.
 
شفيق احمد د ډېسمبر پر ۱۰مه نېټه د پنجاب له اوکاړې ښاره تښتول شوی وو چې د هم دې مياشتې پر ۲۷مه نېټه د پنجاب بکهر ښار په دښتو کې پرېښودل شو.
 
نوموړي د تښتونې او خلاصون په اړه د ډسمبر پر ۳۰مه نېټه په ځانګړې رسنیو ته ویلي هغه په اوکاړه کې د وېښتانو جوړولو لپاره روان وو چې نامالومو کسانو له ځان سره بوته.
 
پوښتنې يې راڅخه کولې چې ستاسو له پښتون ژغورنې غورځنګ، منظور پښتين، د ټولنيز رسنيو فعالانو احمد وقاص ګورايا او ګل بخاري سره څه تعلق دی؟"

شفيق احمد
 
"د مازيګر وخت وو او د سړک بلې غاړې ته اوړېدم، يو موټر ودرېد، ورڅخه کسان راښکته شول او هڅه يې وکړه چې په زوره مې موټر ته واچوي. ما مقاومت وکړ خو داوخت په بل موټر او پر موټرسايکلونو نور کسان راغلل او زه يې موټر ته واچولم."