
روهي(دوه نۍ/۹ د مرغومی)، د امریکا په نیویارک ایالت کې د یوه یهودي عالم پر کور له برید وروسته د دغه هېواد ولسمشر ډونلډ ټرمپ د "یهود دوښمنۍ" سره د مقابلې لپاره د یووالي غوښتنه وکړه. د امریکا ولسمشر وویل: "موږ باید له دې شري، یهود دوښمنه بلا سره مبارزې او د هغې له منځه وړلو ته یو موټی شو". د یکشنبې په شپه د نیویارک ښار شمال ته مانسي کې برید سره نږدې پنځه کسان ټپي شول. بریدګر د نیویارک په هارلم مېنه یا ښارګوټي کې ونیول او د وژلو په هڅه تورن شو. عیني شاهدان وايي، بریدګر هغه مهال پر دغه کور برید وکړ چې خلک پکې د مذهبي جشن لپاره ټول شوي وو.ویل کېږي ناستو کسانو هم پر بریدګر د څوکیو او مېزونو په وارولو سره د ځان دفاع وکړه. وروسته بریدګر د دې کور څنګ ته کنیسه یا د یهودانو عبادتځي ته لاړ او بیا موټر کې د پېښې له ځای وتښنېد.هغه د یکشنبې په ورځ خبري غونډه کې وویل، د توکم، پوټکي او عقیدې له مخې کرکه ټوله امریکايي ټولنه کې د سرطان په څېر زیاتېږي. هغه وویل، چې په توکمیزې یا مذهبي انګېزې سره یا هم د کډوالو پرضد دا ډول بریدونه مخ په زیاتېدو دي. "موږ به د دې زهرو خورېدو ته اجازه ور نه کړو، هیڅوک دا هېواد ماتولی نه شي، خو خپله دا هېواد ځان ماتولی شي".