پاکستان ستر ښار کراچۍ کې یو ۶ منزله کور غورځېدلی   

روهی( دوه نۍ/۹ د غبرګولي )، د پاکستان په ستر ښار کراچۍ کې یو ۶ منزله کور غورځېدلی، خو د کوم ځاني زيان راپور نه دی ورکړل شوی ځکه چې ودانۍ څو ساعته دمخه خالي شوې وه.
 
د ایکسپریس نیوز په وینا د خرابېشوې ودانۍ اوسیدونکي نن سهار وختي له دې ودانۍ بل ځای ته کډه شوي وو ، چې کوم زیان یې نه درلود.
 

د ودانۍ بریښنا او ګاز هم له اوله کټ شوي وو. دا ودانۍ په ۲۰۰۴ کال کې جوړه شوې وه.