العربيه: ايران بر عراق د متحدو ايالتو هوايي بريد ترهګريز عمل بللی دی 

العربيه: ايران بر عراق د متحدو ايالتو هوايي بريد ترهګريز عمل بللی دی 
روهي (دوه نۍ/۹ د مرغومي)، د ايران بهرنيو چارو وزارت نن په يوې رسنيزې خبرپانې کې ويلي دي چې عراق کې پر وسله والو د امريکا متحدو ايالتو وسله وال بريد يو ترهګريز عمل وو. 

د متحدو ايالتو دغه هوايي بريد کې چې د عراق او سوريې په ګده پوله شوې ده د ايران ملاتړ لرونکې وسله والې ډلې مشر کاتب حزب الله هم په کې وژل شوی دی. 

ايران وايي چې د عراق خاروې دننه د متحدو ايالتو دا ډول بريد په څرګنده د ترهګرۍ يوه بېلګه ده او په کلکه يې غندو.