روهي( دوه نۍ/۹ د غبرګولي )، د بغلان ولایت د پلخمری لومړۍ د برښنا بند د دروازو اساسی ترمیم بشپړ شوی او د ګټی اخیستنی لپاره چمتو ده.
دا پروژې د ۲ میلیونو او ۸۱۹ زرو او ۵۰۰ امریکایی ډالرو په ارزښت د افغانستان حکومت په تمویل سره د پرومنتاژ تاجکی شرکت له خوا تطبیق شوې.
د هایدرو برښنا دستګاه د ۴.۸ میګاواټه برښنا په ظرفیت سره د اوبو تامینول، د ۱۰۰۰۰ هکتارو څخه زیاته کرنیزو ځمکو اوبو چمتو کول او د پلخمری دوهم بند د فعالیتونو لپاره د اوبو تامینول د دې پروژی له ګټو څخه دی.
وروستي