روهي( دوه نۍ/۸ د غبرګولي )، د منظور پشتین په مشرۍ د پښټون ژغورنې غورځنګ چې دا وخت د پاکستان دننه او دباندې په لکونو غړي لري غواړي په ۱۲ د جنوري د میاشتې په بنو کې یوه لویه ولسي جلسه وکړي.
دغې جلسې لپاره په خواله رسنیو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو او ملاتړو له خوا په خورا تېزۍ سره کمپاین روان دی چې دغه کمپاین د مشرانو ، ځوانانو او پېغلو له خوا پر مخ ځي.
د دغه ولسي غورځنګ دوه تنه فعالې ( سپوژمۍ محسود اور نفيسه محسود ) وایي په ټولو پښتنو غږ کوو چې یادې جلسې کې برخه واخلي.
وروستي