د شوروي او مجاهدینو ترمنځ د جګړو نښې په دې درې پوړیز ګونبزه کې

روهي(نۍ/۷ د مرغومی)،افغانستان ته د شوروي د سره پوځ له ننوتو څلوېښت کاله وروسته کله چې نن د هرات شمالي لمنو ته ولاړ شئ یوه شنه ګونبزه (ګنبده) مو پام ځانته وراړوي. دا د منظر جهاد په نوم د هغه موزیم درې پوړېزې ودانۍ ګونبزه ده چې د مجاهدینو او شوروي پوځ ترمنځ د جګړو نښې، د وسلو بیګلې او انځورونه پکې نندارې ته ایښودل شوي. دا موزیم د جمعیت اسلامي ګوند یوه مشر محمد اسماعیل خان په نوښت جوړ شوی دی. خاکېموف د شوروي پوځ یو له هغو عسکرو دی چې د جګړې په ډګر کې تر ټپي کېدو وروسته د مجاهدینو په لاس اسیر شو او تر مسلمان کېدو وروسته شیخ عبدالله ونومول شو او څو کاله یې د دې موزیم د لارښود په توګه کار وکړ. خاکېموف اوس دا دنده پريیښې ده او پر ځای یې د جمعیت اسلامي یو غړی سید حسن قتالي کار کوي. ښاغلی قتالي وایي چې دا موزیم یوازې په هرات پورې اړه نه لري، بلکې په وینا یې د افغانستان د جهاد ملي موزیم دی.پدې درې پوړیزه موزیم کې د یوې جیټ او چورلکې ترڅنګ ۳۰ ډوله سپکې او درنې زړې وسلې چې د مجاهدینو او شوروي پوځ د جګړو پر مهال کاریدلې دي نندارې ته ایښودل شوې دي. ښاغلی قتالي وایي چې پدې وسلو کې روسي، امریکايي، چېنايي، پاکستانۍ، ایرانۍ او په افغانستان کې جوړې شوې وسلې شتون لري. له دې ښکاري چې په افغانستان کې د جهاد په وخت کې کوم هیوادونه په یو ډول پدې جګړه کې ښکېل وو.د موزیم لارښوود سید حسن قتالي وایي دا موزیم د افغانستان د خلکو د تاوده هرکلي سره مخامخ شوی او دومره مهم دی چې راتلونکې کې به لا پراخ شي او د نړۍ د ښو موزیمونو د معیارونو مطابق به نورې برخې او په ځانګړې توګه د شهیدانو د عکسونو څانګه ورزیاته شي.