کابل کې د پاکستان ویزه اخیستل پیلیږي

روهي(نۍ/۷ د مرغومی)، د پاکستان د سفارت د معلوماتو له مخې په عادي ډول په ورځ کې ۱۵۰۰ تنه افغانان دغه سفارته د وېزو اخېستلو لپاره ورځي. په افغانستان کې د پاکستان سفارت وویل د ۲۰۱۹ کال د ډیسمبر له ۲۹مې (یکشنبه) په کابل کې د وېزو د ورکړې او کونسلۍ بشپړ خدمتونه بېرته پیلوي. دوې میاشتې وړاندې کابل کې د پاکستان سفارت د کونسلۍ خدمتونه محدود کړي وو او یوازې سختو ناروغانو ته يې ویزې ورکولې.افغان کونسلګرۍ د تېر اکتوبر پر ۱۱د پېښور په فردوس سیمه کې پر افغان مارکیټ د پاکستاني پولیسو له چاپې او بېرغ کوزولو وروسته احتجاجاً تړل شوې وه. دغه سفارت ویلي و چې افغانانو ته یې د ویزې ورکول ځنډولي او اسلام اباد کې د افغانستان مرستیال سفیر د هغه څه له امله د بهرنیو چارو وزارت ته بلل شوی و چې پاکستاني چارواکو په کابل کې د خپلو ډیپلوماټانو ځورېدل بللي وو. خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد بي بي سي ته ویلي و چې هر ډول اندیښنې باید رسنیو ته له راوتلو او خدمتونو درولو مخکې له ډيپلوماټیکو لارو حل شي. پېښور کې د افغان کونسلګرۍ بیا پرانیستل بل خوا په پېښور کې افغان دیپلوماتیکې سرچینې وايي، دغه ښار کې افغان کونسلګرۍ تر دوو میاشتو پورې له تړل کېدو وروسته پرانيستل شوې. د کونسلګرۍ یوه چارواکي بي بي سي ته ویلي و، د ویزې ورکولو چارې یې د دسمبر له ۲۷ مه بېرته پېل کړې.