
روهي(نۍ/۷ د مرغومی)، یوراګوای کې چارواکي وايي، شپږ ټنه کوکین نومي نشه یي مواد یې په یوه وخت نیولي، چې په وینا یې د دې هېواد په تاریخ کې بې ساري ده. چارواکي د دې نشه يي توکو نیول کېدل د مخدره موادو قاچاقبرو لپاره یوه لویه ماتې بولي. د سمندري ځواک او ګمرکونو مسوولان وايي، څلور اعشاریه څلور ټنه کوکین یې د موندویډیو نومي ساحل په بندرګاره کې نیولي چې د سویا اوړو په کانتنرونو کې تر غولي لاندې ساتل شوي وو او د توګو مرکزي ښار لومي ته استول کېدل. چارواکي وايي، نژدې یو نیم ټن نور دغسې مواد له یوې کروندې موندل شوي دي. چارواکي وايي، د ګمرک چارواکو د سکینر مشینونو له لارې د سویا په اوړو کې (ګډوډي) او له هغه وروسته له کانټینرونو څلور اعشاریه څلور ټنه کوکین وموندل شول. د یوراګوای ګمرک مشر جیمي بورګیاني وايي، د دې نشه يي توکو د بازار بیه یو اعشاریه درې میلیارده ډالره اټکل شوې ده. بل لور ته د ځايي رسنیو رپوټونو کې ویل کېږي، چې په اروپا کې د کارېدونکو کوکینو له دریو برخو یوه د افریقا له لارې هلته استول کېږي. ګمرک چارواکي وايي، تر اوسه معلومه نه ده چې دغه کوکین له کومه ځایه استول شوي دي.