روسیې تر غږ ۲۰ ځله چټګ توغندي یوه لړۍ پیل کړې ده

روهي(نۍ/۷ د مرغومی)، د روسیې د دفاع وزارت ویلي، د اونګارډ په نامه یې تر غږ د ۲۰ ځله چټکو توغنديو یوه لړۍ پیل کړې ده. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، دا اتومي وسلې لېږدوونکي توغندي به پر نورو هېوادونو روسیه مخکې کړي. روسیې نه دي ویلي چې دا توغندي یې چېرته ځای پرځای کړي، خو چارواکو وړاندې ویلي وو، دا توغندي به د اورال غرونو په شاوخوا کې ځای پر ځای کړي. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي: "دغه اتومي وسلې لېږدوونکي توغندي تر غږ ۲۰ ځلې چټک دي چې روسیه به ورسره د نورو هېوادونو پرتله مخکې شي." په دغو توغندیو کې داسې یو سیستم ځای پرځای شوی چې څرک لګول یې نا ممکن دي. پوتین د سې شنبې په ورځ وویل، اونګارډ سیستم د اوسنیو او راتلونکو توغندیو سیستمونه ماتولی شي، چې په وینا یې "هېڅ داسې حکومت نه شته چې تر غږ څو برابره چټک توغندي دې ولري او یا داسې توغندي چې تر لویو وچو تېرېدای شي او چټکتیا یې تر غږ څو برابره لوړه وي."د روسیې د دفاع وزیر سیرګي شویګو ویلي، اونګارډ توغندي د ډیسمبر پر ۲۷مه د مسکو پر وخت لس بجې خدمت ته چمتو شول"، نوموړي دا یوه "تاریخي پېښه" وبلله. د بي بي سي د دفاعي چارو خبریال جنتن مارکس وايي، دا ډاډ ترلاسول ستونزمنه چاره ده چې ایا دا توغندیز سیسټم اوس رښتیا هم لکه مسکو چې وايي فعالیت ته چمتو شوي او یا دا چې دا توغندي د ازموینې په پرمختللي پړاو کې دي. نوموړی په دې اند دی چې د پوتین دا څرګندونې یو ډول توجیه ګڼل کېږي، ځکه ښکاري چې روسیه تر غږ د څو برابره چټکو توغندیو جوړولو په درشل کې ده.