ملاله یوسفزۍ: یواځې د پاکستان جینکو لپاره مبارزه نه کوي   

روهي( نۍ/۶ د غبرګولي )، ملګرو ملتونو د سولې نړیوال نوبېل جایزې ګټونکې ملاله يوسفزۍ د دې لسيزې تر ټولو کم عمره مشهوره جينۍ ګرځولې.
 
ملګري ملتونه ویلي، ملالې يوسفزۍ به لا په وړوکوالي د جينکو زدکړه لپاره ږغ پورته کاوه او د طالبانو ظلمونو به یې په ډاګه کول.
 
ملالې يوسفزۍ د ډېسېمبر پر ۲۶مه مشال راډیو وويل چې مخکې به يې يوازې د سوات د جينکو د تعليمي حقونو لپاره هلې ځلې کولای، ولې اوس د نړۍ هغه ۱۳ملیارده جينکو لپاره مبارزه کوي چې ښوونځیو ته نه ځي:
 

''زما د دې لسيزې مبارزې وښوده چې د مبارزې لپاره عمر شرط نه دی او هر څوک د خپل حق لپاره غږ پورته کولای شي. بله دا چې جينکو ته به پر خپل ځان باور کول وي ځکه چې له دې پرته هغو سره بله لار نشته.''