د پاکستان سند ايالت کې د پوليو دوه نوې پېښې ثبت شوې

روهي (نۍ/۷ د مرغومي)، د پاکستان سند ايالت کې ورغتياپالانو ويلي دي چې په دغه ايالت د پوليو دوه نوې پېښې ثبت شوې دي. دې سره روان کال کې پاکستان د پوليو ناروغۍ اخته ناروغانو شمېر ۱۹ کسانو ته ورسېد.

پر پوليو دغه دوه نوې اخته شوي کسان يو اووه کلنه جينۍ او دويم يې ۲۳ کلن هلک دی، چې اوس مهال روغتون ته وړل شوي دي.

افغانستان، پاکستان او يو شمېر افريقايي هېوادونه د هغه هېوادونو په ډله کې راځي چې د نورې نړۍ په پرتله په کې د پوليو ويروس شمېر ډېر دی او هر کال په کې د نوې پېښو د ثبت راپورونه ورکول کيږي.