
روهي (جمعه/۶ د مرغومي)، د ليبيا اوسني حکومت چې ملګرو ملتونو په رسميت پېژندلی دی له ترکيې د پوځي همکارۍ غوښتنه کړې ده.
د ليبيا حکومت په يو رسمي ليک کې چې د ولسمشر رجب طيب اوردغان په ادرس ليکل شوی دی، ويل شوي دي چې د وسله والو د ځپلو په موخه يې حکومت د ترکيې بحري، هوايي او ځمکنۍ پوځي مرستې ته اړتيا لري.
د طرابلس د غوښتنې په ځواب کې ولسمشر اوردغان ويلي دي چې هېواد به يې په نېږدې راتلونکې پوځيان ليبيا ته ولېږې.