د مرغومي شپږمه؛ پرون او نن

د مرغومي شپږمه؛ پرون او نن
ډاکټر نېک محمد ويال

د ۱۳۵۷ل کال د مرغومې مياشتې په شپږمه نېټه؛ هغه وخت چې په افغانستان کې د غوايي اوومې کودتا دوه مشران؛ نور محمد تره کی او حفيظ الله امين وژل شوي وو او د پرچم اړخ مشر ببرک کارمل واک ته رسېدلی وو، د پخواني شوري يووالي پوځونه افغانستان ته را دننه شول.

د غوايي اوومې کودتا چې پلويان يې ولسي انقلاب يادوي پرته له دې چې بهرني ځواکونه په کې ګډون وکړي، د افغانانو پر مټ بريالی شو. د ياد انقلاب/کودتا تر ټولو ستره نيمګړتيا دا شمېرل کيږي چې له تاوتريخوالی ډک وو، خونړی وو او د هېواد د وخت ولسمشر سردار محمد داوود خان يې سره د خپلې کورنۍ په ظلم په شهادت ورسولو.

د غوايي کودتا/انقلاب په سیمه او نړۍ کې د افغانستان د سيال کېدو پلانونه او فکرونه هم درلودل، خو دا چې روش يې سمون خوړونکی نه وو له ستونزو سره مخ شو. د غوايي انقلاب وروسته د شوريانو راتګ؛ هغه که په هر نوم وي يرغل/دوستي افغانانو ته د منلو نه وو او پر وړاندې يې ودرېدل.

دا د هر مسلمان او په ځانګړي ډول د هر افغان دنده چې خپل خاروه خپلواکه وساتي او د استعمار سره په کې مبارزه وکړي. د شوري ځواکونو راتګ په لويه کې افغان ولس ته د منلو نه وو او نه هم دی، خو د يو شوري اېستل او لسګونه نورو ته د افغانستان د اشغال او لاس وهنې زمېنه برابرول له بد بدتر دي.

دا څرګنده ده، چې افغانستان ته د شوريانو راتګ او له دغه هېواد د دوی اېستل، په حقيقت کې د سړې جګړې پر مهال د دوه زبرځواکونو (شوري يووالي او امريکا) ښکر په ښکر کېدل وو، چې قرباني يې افغانان او افغان خاروه شوه.

شوري پلوي حکومتونو د هېواد، ثور انقلاب او يا په بل هر نوم جګړه کوله خو په حقيقت کې يې ځانونه د شوري د ګټو قرباني کړل او د امريکا پر وړاندې يې سړه جګړه کې د روسيې ګټې خوندي کولې. له بلې خوا د حکومت او شوريانو ضد مجاهد نومي ډلو؛ د خپلواکۍ، اسلام په طرف او يرغل ضد نوم باندې جګړې ته داخل شوي وو، خو حقيقت دا وو، چې يادو ډولو سړه جګړه کې د امريکا له ګتو ساتنه او دفاع کوله او د شوري ګټې يې له ګواښ سره مخ کړې وې.

که مجاهدين د هېواد د خپلواکۍ په نوم د جګړې ادعا کوي او شوري پلوي حکومتونه د هېواد جوړونې او هېوادنۍ مينې ادعا لري او په همدې پار يې ځانونه سره د يو او بل دښمن کړل؛ تېر اېستل شوي وو او فکرونه يې ورته مېنځل شوی وو. نه امريکا د اسلام او افغانستان د خپلواکۍ په فکر کې وه او نه هم شوري د افغانستان جوړنې له غمه مړ وو، دوی سره په سړه جګړه کې دننه شوي وو؛ خو دغه جګړه يې نيابتي کړې وه او په افغانستان کې يې ورته بل نوم ورکړی او دوه لوري يې ورته ټاکلي وو.

نيابتي جګړه همدې ته وايي، چې په بل نوم يې، بله خاوره کې، پر بله چا وتپې؛ خو اساسي ګټې او زيانونه يې ستر هېوادونه تر لاسه کوي. افغانستان اوس هم په نيابتي جګړه کې ګېر دی او له لوی خدای هيله لرو، چې افغانان د دغه جګړې عمق ته ور خبر شي او په هغه نومونو چې پيل او پر دوی تپيل شوې ده، د جګړې له اصليت خبر او دا ورته څرګنده شي چې افغانستان د سترو هېوادونو د سيالۍ ډګر جوړ شوی دی خو بيه يې بايد افغانان ورکړي.