قزاقستان کې الوتکه غورځېدلې؛ له ۹۸ مسافرو يې د ۱۴ د وژل کېدو خبر ورکړل شوی

روهي (جمعه/۶ د مرغومي)، د بېک اير په نوم هوايي شرکت يو الوتکه د قزاقستان الماتای له هوايي ډګر الوتنه کړې او څو شيبې وروسته په لوېدلې. لومړي شمېر ښيي چې ۱۴ په کې وژل شوي دي.

د الوتکو د غورځېدو لامل تر اوسه نه دی څرګند خو هغه سيمه چې الوتکه په غورځېدلې ده له غبار ډکه ده. ژغورنکې ډلې سيمې ته ورسېدلې دي.

د وژل شويو ترمنځ شپږ ماشومان هم شامل دي. تر اوسه ۳۵ ټپيان روغتون ته وړل شوي دي او د پاتې نورو مسافرو او د الوتکې د عملې په اړه مالومات نه دي ورکړل شوي.