د انګریزانو پر ضد د افغانانو پاڅون ــ ۱۸۷۹

‘’سر لویس کیوناري’’ په سرحد یعنې ختیځ افغانستان کې دیارلس کاله خدمت کړی وو.او په ‘’قبایلي سیاست’’ کې د اوږدې تجربې خاوند و.دې په ختیځ افغانستان کې پر اولسونو باندې د سلګونو په اصلاح انتقامي او تادیبي ‘’عملیاتو’’ نوښتګر و او د ګندمک د تړون تر لاسه کولو ویاړ یې هم لاره نو اوس یې دنده لرله چې په افغانستان کې د برتانیا راتلونکي پروګرامونه پلي کړي او پدې موکه نو کوم هغه کارونه چې برتانیا یې لدې وروسته په افغانستان کې پلي کول غوښتل لږ تر لږه دا وو.

په کندهار کې باید یو محلي مشر په حکومت کولو وټاکل شي ،چې د برتانیا په ښه نیت تړلی وي او له کوټې څخه اداره شي، ایرانیانو ته باید اجازه ورکړ شي چې هرات ونیسي او پدې توګه د برتانیا متحد وګرځي ،د کابل دولت دی چې اوس په زیاته کچه کوچنی شوی او هند ته د خطر د مخامخ کولو جوګه نه دی د (امیر) شیرعلی خان یوه کشر ورور محمد ولی خان ته وسپارل شي،نوموړی څه ناڅه د سیاسي نفوذ خاوند دی روسانو ته پریښودل شي او د برتانیا او روسي امپراتوریو او په هغو پورې د تړلو سیمو ترمنځ پوله به د هندوکش د غرونو طبیعي ځنځیر وي.

‘’سرلوویس کیوناري’’ د ۱۸۷۹ کال د جولای د میاشتې په ۲۴ نېټه د خپلې څوکۍ د نیولو لپاره په ډیره دبدبه کابل ته ورسید له نوموړي سره د ده سکرتر،مستر جنکینز،د ده طبي افسر،داکټر کیلي ،د ده د ګارد قومندان،بریدمن همیلتن او ۵۶۰ کسیزه بدرګه ګارډ ملګري وو. ‘’لویس کیوناري’’ خورا جاه طلب سرتمبه او د ټینګ عزم خاوند و د برتاینا پارلمان ته د جان لارنس د هغې یوې وینا په ځواب کې چې ویل یې کیوناري او د ده مامورین به هر یو له مرګ سره مخامخ شي.

دی وایې )لوویس کیوناري) چې ‘’که زما له مرګ سره پر هندکش باندې سره لیکه ایستل کیږي نو پروا نلري’’

کیوناري کابل ته د رسیدو دوه میاشتې وروسته د ۱۸۷۹کال د سپټامبر میاشتې په ۲نېټه سیملې ته په تلګرام کې لارد لیتن ته ډاډ ورکوي چې په کابل کې خیر خیریت دی هر څه سم دي خو د سپتامبر په ۳ ‘’خیر خیریت نه و’’ د ښار سویل ته په کوزني بالاحصار کې د برتانیا د سفارت استوګنځی د یوې کوچنۍ ډلې افغاني سرتیرو له خوا محاصره او ‘’لوویس کیوناري’’ د ده له شپږ سوو ساتونکو سره ووژل شو د سفارت د نورو غړو برخلیک هم هماغه و او د برتانیا بیرغ د سفارت ودانۍ او د وژل شوو پرنګي مړو ته اور واچول شو.

د نړۍ هر زبر ځواک چې کله هم په افغانستان باندې د غورځنګ کولو بد نیت کړی د لوی رب تعاله په مرسته او د افغان مېړني ولس په مېړانې سره یې ککرۍ د خاورو سره خاورې شوي.