د اسلامي حجاب په اړه شرعي احکام

حجاب مو د اسلام شعایرو څخه دی او  د اسلامي شعایرو څخه باید په هر حالت کې دفاع او ملاتړ وشي او هم ټول اسلامي شعایر باید هر نارینه مومن او ښځينه مومنه پر ځان عملي کړي.
 
۱ - د نظر حجاب (د نامحرمو څخه د سترګو حجاب)
سړي به له بيګانه ښځوخپل نظرساتي او ښځې به له بيګانه سړيو خپل نظر ساتي.
 
لقوله الله سبحانه وتعالی:
وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ : او مؤمنانو ښځو ته ووايه چې خپلې سترګې ټيټې (د نا محرمو څخه خپل نظر وساتي) او خپل د شرم ځايونه پټ وساتي او خپل ښايست دې پرته له هغه چې ښکاره دي نه په ډاګه کوي.
 
او په دې اړه د ام سلمه مشور رضی الله عنها روايت چې هغه فرمايي
زه او ميمونه رضی الله عنها د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره وو، چې په دې حال کې ابن ام مکتوم رضی الله عنه راغی دغه وخت د حجاب حکم نازل شوی وو. رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل
 
« احْتَجِبَا مِنْهُ » «له هغه څخه ستر وکړﺉ »، ومو ويل: ای رسول الله :آيا هغه ړوند سړی نه دی چې مونږ نه ويڼی او نه مو هم پیژني ؟ پیغمبرصَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ وفرمايل:« أفَعَمْيَاوَانِ أنتُما؟ أَلَسْتُمَا تُبْصِرَانِهِ ؟ » آیا تاسې دواړه هم ړندې ياست؟آيا تاسې هغه نه وينئ ؟ (أحمد (6/296)، او أبو داود (4112)، او الترمذي (2778)، او النسائی فی «الکبری»(9241)، او ابن حبان في  «صحیحه»(5575)
 
رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: ( إِنَّ اللَّهَ كَتَبَ عَلَى ابْنِ آدَمَ حَظَّهُ مِنْ الزِّنَا أَدْرَكَ ذَلِكَ لا مَحَالَةَ فَزِنَا الْعَيْنَيْنِ النَّظَرُ وَزِنَا اللِّسَانِ النُّطْقُ وَالنَّفْسُ تَمَنَّى وَتَشْتَهِي وَالْفَرْجُ يُصَدِّقُ ذَلِكَ أَوْ يُكَذِّبُهُ ) رواه البخاري (6243) ومسلم (2657)
 
ژباړه : ابن عباس روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : الله تعالی د هر چا د پاره د زنا يو حصه تعين کړې ده ، پس د سترګو زنا نا محرم ته کتل دي ، د ژبې زنا خبرې کول دي او د نفس زنا د هغه هيله او آرزو کول او غوښتل دي ، دا شرمګا ده چې بيا د هغه يا تصديق کوي او يا تکذيب . رواه البخاري (6243) ومسلم (2657)
 
۲ د ټول بدن پټولو حجاب:
وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلاَ يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلاَّ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنّ (النور 31).َ
 
ژباړه او مؤمنانو ښځو ته ووايه چې : خپلې سترګې ټيټې (د نا محرمو څخه خپل نظر وساتي) او خپل د شرم ځايونه پټ وساتي او خپل ښايست دې پرته له هغه چې ښکاره دی نه په ډاګه کوي او خپل پرونی يا ټکری دی پر خپلو سينو او ټټرونو خپاره کړي.
 
عايشه رضی الله عنها وايي : په اولو مهاجرينو ښځو دې د الله رحمت وي کله چې دغه ايات نازل شو (وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنّ) نو دوی چې کوم د حجاب جامه لرله هغه یې ټوټې کړه او له هغه څخه خمار جوړ کړ يعنې (یوه جلا ټوټه وه چې په هغه يې خپل سر او مخ پټولو). (رواه ابوداود ۴۱۰۲)
 
همدارنګه الله سبحانه وتعالی فرمايي
يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُل لأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاء الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلاَبِيبِهِنَّ ذَلِكَ أَدْنَى أَن يُعْرَفْنَ فَلاَ يُؤْذَيْنَ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا (الاحزاب 59).
 
ای پيغمبره ! ووايه ته خپلو ښځو ، لوڼو ، او د مؤمنانو ښځو ته چې خپل پړونې يا لوی څادرونه پر ځانو خواره کړي دا ډيره غوره کړنلاره ده تر څو وپيږندل شي نو نه به ربړول کيږي (د بدکاره او فاسقو خلکو له ضرر او اذیت رسولو به په امن وي او الله ښه بخښونکی مهربان دی.
 
تفسير ابن کثير د دغه آيت شريف په تفسير د رئيس المفسرين ابن عباس رضی الله عنه قول نقلوي ليکي
الله تعالی مؤمنو ښځو ته دا فرمان وکړ چې.
 
کله د ضرورت په وخت کې د کور څخه د باندې وځی نو خپل مخ د پاسه د سر په ټکري پټ کړﺉ او فقط يو سترګه ښکاره کړئ.
 
او په دې باره کې په سنتو کې روايتونه ذکر شوي دي لکه
 
د حضرت عايشه رضی الله عنها نه روايت دی چې : مونږ په سورليو د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره د حج د سفر لپاره روان وو کله به چې سړي زمونږ له خوا څخه تېرېدل مونږ به مخ پټولو او کله به چې هغوی له مونږ څخه لرې شول نو مونږ به مخ لوڅولو . . رواه ابوداود ۱۸۳۳ او ابن ماجه ۲۹۳۵ او صحيحه ابن خزيمة ۲۰۳/۴ او سلسلة صحيحية للالبانی.
 
د ابوبکر صديق رضی الله عنه لور اسماء رضی الله عنها وايي : مونږ به له (بيګانه) خلکو څخه مخ پټولو (رواه ابن خزيمة ۲۰۳/۴ او حاکم ۶۲۴/۱ و سلسلة صحيحية).
 
۳- د پښو حجاب:
وَلاَ يَضْرِبْنَ بِأَرْجُلِهِنَّ لِيُعْلَمَ مَا يُخْفِينَ مِن زِينَتِهِنَّ(النور 31).
 
او پښې دې په زوره نه ږدې تر څو يې پټ کړی ښايست ښکاره شي او ای مؤمنانو ټول الله تعالی ته توبه وباسئ ښايې چې خلاصون مو په برخه شي.
 
۴- له نامحرم سره د ضرورت په وخت کې د خبرو حجاب:
إِنِ اتَّقَيْتُنَّ فَلاَ تَخْضَعْنَ بِالْقَوْلِ فَيَطْمَعَ الَّذِي فِي قَلْبِهِ مَرَضٌ وَقُلْنَ قَوْلاً مَّعْرُوفًا (الاحزاب 32).
 
ای د پيغمبر ښځو تاسو د عامو ښځو په شان نه ياست ، په ويلو کې نرمي مه کوئ چې په زړه ناروغه خلکو ته به تمه پيدا شي او سمې روغې خبرې کوئ (ځيږې)
 
يعنې که د حاجت په وخت کې تاسې له نامحرمو سره په نرمه ، خندرويه او جذابه لهجه خبرې وکړئ د بد کارو او فاسقو په زړه کې به دا تمه پيدا شي چې ګواکې هغه زما سره د مينې او علاقې اظهار کوي نو په دې وجه د نامحرمو سره په نرمۍ او جذابه ، خند رويه لهجه خبرې مه کوئ.
 
د حجاب شرطونه:
۱- حجاب بايد ټول بدن پټ کړي:
 مسلمانو ښځو ته الله (جل جلا له) داسې حکم کوي (يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلاَبِيبِهِنَّ ) جلباب همغه درازه جامه ده چه ټول بدن پټوي . نتيجه دا شوه چه حجاب شريعی بايد ټول بدن پټ کړی.
 
۲- حجاب بايد نازک نه وي: د حجاب مطلب د بدن ستر دی داسې کومه پرده چه هغه بدن پټ نشي کړای تر پردې لاندی ويښتان ، جامي او نور ښکاري هغه ته حجاب نشو ويلای.
 
۳- حجاب بايد زينتي او د جالب رنګ لرونکی نه وي چه د خلکو انتظار خپل ځان طرف ته جلب کړي : د حجاب هدف دا دی چه د ښځې زينت او ښايست پټ کړي نو داسې پرده چې هغه د ښځې زينت ته خلک جلبوای شي حجاب نه بلل کيږی ، دقرآنکريم حکم (وَلاَ يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلاَّ مَا ظَهَرَ مِنْهَا..) نو بايد حجاب د زينت ساتنه وکړي.
 
۴- حجاب بايد پراخه وي تنګ نه وي: ترڅو دبدن لوړې ، تيټې برخې او د فتنې ځايونه ښکاره نشي.
 
۵- د ښځې جامې بايد په عطرو نه وي لړليې : چه په نامحرمو يې بوی ولګي ترڅو د خلکو د جلب سبب شي ځکه دا عمل حرام دي او ددی عمل په اړه په احاديثو کې شديد الفاظ وارد شوي : رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:
 
 کله چه ښځه خوشبويي ووهي او د سړيو له ډلې تيريږي تر څو د هغې دغه ښه بوی خلک حس کړي پس هغه داسې او هغسې ده ، ډيره سخته او شديده وينا او په بل لفظ پس هغه زناکاره ده.
 
۶- د ښځی جامی بايد د نر له جامي سره هيڅ مشابهت ونه لري: ځکه چه په جامه کې د ښځې مشابهت له نر سره او د نرمشابهت له ښځی سره حرام دی.
«لَعَنَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ الرَّجُلَ يَلْبَسُ لِبْسَةَ الْمَرْأَةِ وَالْمَرْأَةَ تَلْبَسُ لِبْسَةَ الرَّجُلِ».(ابوداؤد).
ژباړه : رسول الله ص په هغه سړی لعنت فرمائيلی دی چه د ښځو په شان جامې اغوندي او په هغه ښځه چې د نر په شان جامي اغوندي.
 
نو ښځه باید خپل لباس، جامې او حجاب ته زیاته پاملرنه وکړي ځکه حجاب ښځینه و لپاره د پت، عزت او د آبروساتلو وسیله ده. د دوی ټول بدن پټ ساتي همدارنګه خلک هم دهغوی لیدوڅخه منعه کوي. نوکه چیرته یوه ښځه بې حجابه له کوره ووځي نو ټول خلک ورته پام اړوي نودا ګناه ده . لومړۍ ګناه همدې ښځې ته او بیا دې خلکو ته ګرځي. دا به څومره ښه خبره وي، چې د یوې مسلمانې ښځې لپاره حجاب وشي . راځئ درنو اوپتمنو خویندو! خپل ځانونه داسلامي اوافغاني فرهنګ په حجاب باندې سمبال کړو. داسلامي قوانینو چې سپیڅلې قران او احادیث دي ،کوم چې موږ ته الله پاک او رسول الله صلی الله علیه وسلم لارښوونې کړي دي په هغه سم عمل وکړو. تل دالهي ارشاداتواو نبوي احادیثو په لار ځانونه عیار او د اسلام په طریقه لاړ شو. دهمدغه سپیڅلې قران او احادیثوپه رڼاکې خپل ژوند ته دوام ورکړو.