د تدريس طريقه د ابن خلدون له نظره

ابن خلدون د تاريخ د فلسفې د مؤسس او د ټولنپوه په حيث پيژندل کيږي؛ خو ددې تر څنګ هغه د ښوونې او روزنې يو ستر ماهر هم وه، ابن خلدون د تدريس ځينې دورې يا طريقې په لاندې ډول بيان کړي دي.

۱ ــ علوم بايد په تدريجي ډول زده کړل شي: ابن خلدون وايې، چې د درس د يادولو ګټوره طريقه داده، چې علوم په تدريجي ډول ياد کړل شي او هم درس بايد لږ، لږ په ذهن کې کينول شي، دا د ښوونې تر ټول ګټوره لاره ده، کومه چې د انسان روحي غوښتنو ته ځواب ويلی شي، په دويم قدم کې بايد په اختلافي مسائلو باندې هم رڼا واچول شي، په دريمه مرحله کې بايد يوه پيچلې او مغلقه مسئله د تشريح او توضيح سره وړاندې کړل شي.

۲ ــ په يو وخت کې يو فن: ابن خلدون په دې خبره باندې تاکيد کړی دی، چې په يو وخت کې بايد يو فن زده کړل شي، په يوه وخت کې بايد دوه علوم زده نه کړل شي.

۳ ــ د اسان نه د مشکل په طرف: د ابن خلدون په نظر، زده کوونکو ته بايد لومړی اسان او بيا سخت مسائل بيان کړل شي، تر څو د ماشوم ذهن هغه طرف ته لاړ شي، نو د ماشوم ذهن به د مشکل سره بلد شي.

۴ ــ د حساب تدريس: ابن خلدون د حساب په تدريس باندې ځکه تاکيد کړی دی، چې دا مضمون په ماشومانو کې درست او د فکر ښه طريقه پيداکوي او ماشومانو ته صلاحیت ورکوي، چې په يوه مسئله کې سوچ وکړي، حساب په ماشومانو کې د دليل ويلو قوت او طاقت پيداکوي.

۵ ــ د مناقشې طريقه: د ابن خلدون په نظر، په علم کې د پرمختګ لاره په زده کوونکو کې د مناقشې )بحث او مباحثې) رامنځته کول دي او هغوۍ ته بايد داسې فرصت ورکړل شي، تر څو په عملي مسائلو کې مناقشه وکړي.

۶ــ په مورنۍ ژبه زده کړه ورکول: ابن خلدون په ښوونه او روزنه يو ښه معلم پيژندل کيږي، هغه په دې خبره تاکيد کړی دی، چې د زده کړې پيل دې په مورنۍ ژبه باندې وکړل شي؛ ځکه، په بله ژبه کې د زده کړې لاسته راوړل د نيمايې زده کړې سره برابره ده.

۷ ــ د ديني علومو تدريس: ابن خلدون وايې، چې د قران کريم تدريس دې په دريم منزل کې پيل شي؛ ځکه په لومړي سر کې د ماشوم ذهن بالغ نه وي، چې هغه وکولای شي، د قران کريم د ايات په مفهوم باندې په درست ډول پوه شي، اصول دين او اصول فقه دې، د قران کريم د زده کړې نه وروسته ورکړل شي، د اصول دين او اصول فقه نه وروسته ابن خلدون د حديثو د زده کړې نوم اخيستی دی؛ ځکه په ماشومانو کې بايد د لومړي سر څخه د ايمان قوي والی پيدا شي، تر څو وروسته ترې ښه اشخاص جوړ شي.

۸ ــ د مجهول نه د معلوم په طرف: د ابن خلدون په نظر، د مجهول نه د معلوم په طرف تګ يو ښه تدريسي اصل دی، دا يو فطري اصل دی، چې ابن خلدون وړاندې کړی دی.

۹ ــ د قران کريم ښوونه: ابن خلدون د قران کريم په ښوونه باندې تاکيد کړی دی، په خپله مقدم نومي کتاب کې يې داسې ويلي، چې په اسلامي امت کې د قران کريم ښوونه يو ديني شعار دی او په ټولو ښارونو کې پرې عمل شوی دی، په دې سره د ماشومانو عقيده په قران کريم باندې قوي کيږي؛ ځکه کله چې ماشوم د قران په اساس وروزل شي؛ نو ټول علوم به د قران کريم په اساس لولي. کوچنيان په لومړي سر کې ډير ريښتيا ويونکي وي او د راتلونکي زده کړو لپاره يې اساس وي، هر هغه څه چې يې په زړه کې کينول کيږي، هغه يې د راتلونکي لپاره ريښه وي.