د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مني چې د تاریخي ځایونو په ساتنه کې تر دولتي ادارو زیات کار نادولتي ادارو کړی

روهي(پنځه نۍ/۵ د مرغومی)، د افغانستان اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي سره له دې چې اوس د تاريخي ځایونو د بیارغونې او ساتنې لپاره ځانګړې بودیجه شته، ګڼې داسې تاريخي ځایونه شته چې د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي. دغه وزارت وايي یوازې په تېرو دوو وروستیو کلونو کې د تاريخي ځایونو د ساتنې لپاره بودیجه ګوښې شوې او د دغو تاریخي ځایونو د بیارغونې ۷۰ سلنه چارې هم په همدې موده کې شوې. دغه وزارت د رسمي شمېرو له مخې، په ټول افغانستان کې ۵۰۰۰ تاریخي ځایونه شته چې څه د پاسه زر هغه يې له دغه وزارت سره ثبت شوې دي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزرات مرستیال رسول باوري مني چې په تېرو اتلسو کلونو د تاریخي ابدو لپاره لکه څنګه چې لازمه وه هغسې کار نه دی شوی، خو زیاتوي چې له دوو کلونو راهیسې د تاریخي ابدو لپاره ځانګړې بودیجه په پام کې نیول شوې ده.د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست یو مسوول محبوب الله رحماني وايي، په غزني کې زیاتره تاریخي او لرغونې ابدې لکه د غزني د بالاحصار لرغونې کلا بیارغونې ته سخته اړتیا لري، خو زیاتوي د بودیجې د نشتوالي له امله يې د رغونې په برخه کې کوم اقدام نه دی کړی:په غزني کې په سلګونو تاریخې ابدې شته چې بیا رغونې او مرمت ته اړتیا لري، خو له بده مرغه په دې برخه کې پوره بودیجه نه لرو. زموږ په لومړیتوبو کې د جغتو ولسوالۍ د بیګم منار، تپه سردار او نور ځایونه شامل دي". د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم مني چې د تاریخي ابدو په برخه کې تر دولتي ادارو زیات کار نادولتي ادارو کړی. له ۲۰۰۱ کال را وروسته ټول ۲۰۹ تاريخي آبدات په اساسي ډول رغېدلي. د یادو شوو درې سوه آبدو یوازې ۱۳۸ يې اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او پاتې نورې یې همکارو مؤسسو بیارغولې.