
روهي(پنځه نۍ/۵ د مرغومی)، د سولې خوځښت په نامه فعالان وايي، د دوی هغه ملګري چې دوې ورځې مخکې په فراه ولایت کې د دوی په وینا وسله والو طالبانو له ځان سره بېولي وو، بېرته ستانه شوي دي. د دغه خوځښت ویاند بسم الله وطندوست وايي، ټول ملګري یې بېرته رک رمټ ستانه شوي دي. وړم ماښام د افغانستان د سولې ولسي حرکت وویل، "وسله والو طالبانو" یې ۲۵ غړي په فراه کې له ځانه سره بېولي دي".د سولې ولسي خوځښت فعالان وايي، د اعتراضونو په نوې لړۍ کې به دوی د افغانستان ټولو ولایتونو ته ځي او هلته به د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړوي او ترڅنګ به یې د سولې او اوربند په ملاتړ لاریونونه کوي. خو پخپله طالبانو نه وه منلې چې دا کسان د دوی وسله والو بېولي دي، او نه یې هم تر اوسه د دوی د خلاصون په اړه کوم غبرګون ښودلی. ښاغلي وطندوست د سې شنبې پر ماښام وویل: "د سولې ولسي حرکت ۲۵ غړي چې له هراته د فراه پر لور ور روان وو او هلته یې د اوربند او سولې په ملاتړ د لاریونونو پرواګرامونه لرل، د فراه اړوند سیمو کې وسله والو طالبانو له ځان سره بېولي دي." وسله والو طالبانو یا کومې بلې وسله والې ډلې په دې تړاو تر اوسه هېڅ نه دي ویلي، خو ښاغلی وطندوست هغه مهال وویل، چې دوی ته د ملګرو وروستی ټیلیفوني پيغام استول شوی او پکې ویل شوي چې دوی له طالبانو سره دي او طالبان غواړي چې خپلو سیمو ته یې بوځي