
روهي(پنځه نۍ/۵ د مرغومی)، د هند د بهرنیو چارو د پخواني وزیر جسونت سینګ لمسۍ هرشیني کومار راټور شل کاله وړاندې د ۱۹۹۹ د ډیسمبر پر ۲۴مه وزیږېده، چې هغه وخت د "کندهار" نوم د هند په هر کور کې اورېدل کېده او د نړیوالو رسنیو د سر ټکی شوی و. د پاکستان "حرکت المجاهدین" نومې اسلامپالې ډلې څلورو غړو له نيپال د هند یوه الوتکه وتښتوله او د امرتسر، لاهور او دوبۍ له لارې د افغانستان په کندهار ولایت ښکته کړای شوه. دا پېښه او د تښتول شوې هندۍ الوتکې د مساپرو په خوشي کېدو کې د هند د بهرنیو چارو پخواني وزیر جسونت سینګ مهم رول ددې لامل شو چې د هغه لمسۍ هرشیني کومار راټور دوه نور نومونه هم خپل کړي. "کندهاري کوماري" د هند له تښتول شوې الوتکې شل کاله ورسته او د خپلې زوکړې د شل کلنۍ لمانځلو په ورځ د هند "ده پرېنټ" ورځپانه کې خپله لومړنۍ مقاله لیکلې ده. اغلی راټور چې اوس هم د کندهاري کوماري په نوم یادېږي، بي بي سي ته وویل "زه په هغه ورځ وزیږېدم چې د هند تښتول شوې الوتکه د افغانستان د کندهار پر هوايي ډګر کې ښکته کړای شوه، نو ځکه زما د پلار ډېری ملګري چې خبریالان دي او هغه دولتي مامورین چې زما د نیکه (جسونت سینګ - د هند د بهرنیو چارو پخواني وزیر) تر لاس لاندې یې کار کاوه، ټول راته کندهاري کماري وایي." هغه چې اوس پوره شل کلنه ده په استول شوي پيغام کې لیکي: نوموړې پخپله مقاله کې لیکلي، چې د هغې خپلوان هر کال د دې د زوکړې په ورځ هغې ته په کندهاري کماري او hijack baby یا تښتول شوې ماشوم نومونه اخلي.هارون رشید شل کاله ورسته وايي ګمان کېده چې په سپين موټر کې ناست کسان به د کوم ځای و. د هند یا د پاکستان خو تر اوسه جوته نه شوه، چې دا څوک وو. نوموړي لیکلي چې شل کاله وروسته هم دا معلومه نشوه چې د کندهار هوایي میدان مخې ته ولاړ مرموز سپین پجیرو موټر چې د هند تښتول شوې الوتکه يې څارله څوک وو او څه يې غوښتل.