ایران ځینو ښارونو کې انټرنېټ قطع شوی دی   

روهي( پنځه نۍ/۵ د غبرګولي )، د ایران حکومت وروسته له هغه په لږ تر لږه څلورو ولایتونو کې موبایل انټرنېټ بند کړی، چې حکومت ضد لاریونونو نن د نورو اعتراضي غونډو د جوړولو غږ وکړ.
 
یوې حکومتي سرچینې ویلي، چې د انټرنېټ د بندولو امر د امنیتي ادارو لخوا شوی دی. په پلازمېنه تهران کې هم د امنیتي ځواکونو د ډېرېدو رپوټونه راغلي دي.
 
دا غونډې د تېرې میاشتې په مظاهرو کې د وژل شویو کسانو د درناوي په موخه وربلل شوې دي.
 
دغه مظاهرې لومړی د تېلو د بیو د لوړېدو پر ضد پیل شوې چې وروسته یې سیاسي بڼه خپله کړه. فعالان وايي، د دغو مظاهرو په حکومتي ځپنه کې سلګونه کسان وژل شوي دي.