
روهي( پنځه نۍ/۵ د غبرګولي )، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين د پښتون خوا خیبر سیمې ته له ورتګه منع شو.
منظور پښتين رسنیو ته ویلي چې دا او ملګري یې د خاطر شينواري په نامه هغه ځوان د فاتحې لپاره تلل چې درې ورځې مخکې د ايف سي ځواکونو له خوا وژل شوی و خو پوليسو پرېنښود.
هغه زياته کړې: ''ماته هلته امنيتي چارواکو وويل چې دوی ته حکم شوی چې منظور پښتين به نه پرېږدئ. موږ نژدې يوه ساعت انتظار وکړ خو بيا راستانه شولو.''