له ولادیمر پوټینه د سختې پوښتنې سزا

روهي(څلورنۍ/۴ د مرغومی)، د روسیې یوه دولتي ټلویزیون خبریاله الیشا یاروسکایا په یوه کلنۍ غونډه کې له ولسمشر ولادیمر پوتینه له یوې پوښتنې کولو وروسته له دندې ګوښه شوې، خو تر اوسه یې لامل نه دی په ګوته شوی. د یمال سیمه نومې ټلویزیون خبریالې په تړاو ځینې رپوټونو کې ویل شوي، چې د سایبریا دغې سیمې چارواکي د نوموړې له پوښتنې خوشحاله نه وو. بل لور ته خبریالې یاروسکایا ویلي، خپله یې شخصاً استعفا وړاندې کړې ده، خو د دغه حالت له کبله ویل کېږي چې په روسیه کې د خبریالانو لپاره له چارواکو سختې پوښتنې کول اسانه چاره نه ده. ویل کېږي، په غونډه کې د ولسمشر ویاند دیمتري پیسکووف د غونډې له پیله درې ساعته وروسته د همدې شبکې یوه بل خبریال ته د پوښتنې لپاره مایکروفون ورکړ، خو یاروسکایا واخیست او پر سیمه یې د اقلیمي بدلون، ځايي ریل ګاډي شبکې او یوه نوي ودانېدونکي پل په تړاو پوښتنې پیل کړې، چې دوه ښارګوټي سره نښلوي، چې د دې په وینا ځايي والي او فدرالي حکومت یې ودانیزو چارو ته پام نه کوي. که څه هم دغې خبریالې روسي رسنیو ته ویلي، له دندې نه ده شړل شوې، بلکې خپله یې استعفا ورکړې، خو ځینې رپوټونو کې بیا د نوموړې ګوښه کېدو دلیل هغه فېسبوک پیغام یاد شوی چې په دغه غونډه کې یې د ولسمشر پوتین د ظاهرې بڼې په تړاو خپور کړی و.