مایک بلومبرګ باندې تور ده چې یو شمېر زندانیان یې د کمپاین لپاره کارولي

روهي(څلورنۍ/۴ د مرغومی)، د امریکا د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نوماند او د نیویارک پخواني ښاروال مایک بلومبرګ منلې ده چې د ټاکنیز کمپاین ډلې یې په ناپوهۍ یو شمېر زندانیان د کمپاین لپاره کارولې دي. د ټاکنیزو کمپاین په دې پروژه کې یو شرکت د ښاغلي بلومبرګ په استازیتوب عامو خلکو ته تیلیفونونه کول او هغوی یې هڅول چې ده ته رایه ورکړي. وروسته مالومه شوه چې دې شرکت د تیلیفوني کمپاین لپاره په اوکلاهوما ایالت کې د ښځو یو زندان زندانیانې کارولې دي. د مایکل بلومبرګ یوه ویاند پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، پر دې خبر نه وو چې د دوی لپاره کمپاین کوونکي شرکتونه له نورو کوچنیو شرکتونو سره دویم او ان دریم لاس قرارداد کوي. نوموړي زیاته کړې، که خبر وای چې د دوی کمپاین کې زندانیانې ښځې کارول شوې دي نو په سملاسي توګه به یې دا چاره درولې وای. د فوربس مجله وایي، مایکل بلومبرګ شاوخوا ۵۲ ملیارده ډالره شتمني لري، چې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له شتمنۍ ۱۷ چنده ډېره ده. ښاغلي بلومبرګ د خپل کمپاین له پیله تر دې دمه کابو ۶۰ میلیونه ډالره یوازې پر ټاکنیزو اعلانونو لګولي دي. ښاغلي بلومبرګ ویلي، پر دې موضوع له خبرېدو وروسته یې له دې شرکت سره، چې د ده کمپاین یې چلاوه، اړیکې پرې کړې دي. ښاغلي بلومبرګ ویلي، پر دې موضوع له خبرېدو وروسته یې له دې شرکت سره، چې د ده کمپاین یې چلاوه، اړیکې پرې کړې دي.