په سوریې کې د بمباریو له امله اته مړه دي

روهي(څلورنۍ/۴ د مرغومی)، د سوریې په شمال لوېدیځ ادلب ښار روسي الوتکو بریدونه کړي چې د پنځو ماشومانو په ګډون یې لږترلږه اته کسان وژلي. ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې هلته تاوتریخوالي کې تر ټولو ډېر ماشومان زیان ویني. د سوریې د بشري حقونو اداره وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې هلته د بریدونو له کبله زرګونه وګړي له خپلو کورونو تښتېدلي دي. په ورته وخت کې ترکیې پر ادلب او شاوخوا سیمو د روسي بریدونو د درولو غوښتنه کړې ده. یونیسف د سې شنبې په ورځ وویل: "د سوریې په شمال کې د تاوتریخوالي له کبله تر ډېره ماشومان ډېر زیانمنېږي." یاده اداره وايي: "تر نهه کلنې جګړې وروسته، لاهم په سوریه کې له ماشومانو سره تاوتریخوالی روان دی." ملګرو ملتونو په سیمه کې د سم لاسي اوربند او بریدونو بندېدو غوښتنه کړې. په سیمه کې د لسو ماشومانو پلار ابو احمد د فرانسې خبري اژانس ته په داسې حال کې چې موټر یې چلاوه او خپل ماشومان یې د کډوالو کمپ ته لېږدول، وویل: "اټکل مې نه کاوه چې کور به پرېږدم- دا زما کور دی او پکې لوی شوی یم." ملګري ملتونه وايي، د روانې ډیسمبر میاشتې له ۱۶ راهیسې د سوریې پر ادلب د سوریايي او روسي ځواکونو بمبارۍ او بریدونه دوام لري، چې سلګونه زره ولسي وګړي یې له خپلو مېنو تښتېدو ته اړایستلي دي. په یاده موده کې د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې شاوخوا ۸۰ ولسي وګړي وژل شوي او په وروستیو اونیو کې تر ۴۰ زرو ډېر کسان تښتېدلي دي.