د نړۍ معتبرو ورځپاڼو ته لنډه کتنه (څلورنۍ/چهارشنبه)

د نړۍ معتبرو ورځپاڼو ته لنډه کتنه (څلورنۍ/چهارشنبه)
ډاکټر نېک محمد ويال 
 
الجزيره: اندونزيا کې بس موټر ژورې درې ته غورځېدلی او ۲۷ مسافر په کې وژل شوي
اندونزيا کې يو مسافر وړونکی بس موټر ژورې درې ته غورځېدلی چې په پايله کې يې ۲۷ مسافر وژل شوي او په لسګونه نور ټپيان دي. پېښه د دغه هېواد په سومترا ټاپو کې شوې ده.

ياده پېښه د شپې ناوخته رامنځ ته شوې او دمسافرو ډک دغه بس تر ۱۵۰ متره ژورې درې ورغورځېدلی دی.

پوليس او ژغورنکې ډلې د پېښې سيمې ته رسېدلي دي او په وينا چې يو شمېر ټپيان اوس هم د بس دننه بند پاتې دي چې د رااېستلو هڅې يې راونې دي.

وال سټريټ ژورنال: ټېک ټاک د چين له والکې ځان خلاصوي
د ټېک ټاک په نوم TikTok په نوم د وېډيوګانو ټولنيز آپلېکېشن چې يو چنايي وګړي جوړ او اوس مهال په چين کې مرکزيت لري د يو نړيوال دفتر په هڅه کې دی.

د TikTok مسوولين وايي چې دوی هڅه کوي تر څو يو نړيوال يا جهاني دفتر ولري او دا چې دا کمپني په چين هېواد پورې تړلې بلل کيږي، ځان ترې جدا کړي.

ويل کيږي چې TikTok به د چين څخه خپل ځای بدل او پر ځای به يې سېنګاپور او يا هم لندن کې مرکزي دفتر جوړ کړي او په دې سره به له شهرت ځان خلاص کړي، چې دغه آپلېکېشن په چين پوري محدو شمېرل کيږي.

له دې وړاندې يو امريکايي حقوق پوهانو ويلي وو چې TikTok د چين د حکومت تر والکې لاندې دی، خو د TikTok جوړونکي دا خبرې رد کړې وې او ويلي چې دوی به هېڅکله هم داسې يو کار وانه کړي، چې د چين حکومت يې پرې تحميل کړي.

العربيه: د اسلامي نړۍ د همکاريو پر سازمان د سعودي عربستان فشار: پاچا سلمان ويلي چې د مسلمانانو غږ سره يو کړئ
د سعودي عربستان کابينې د پاچا سلمان بن عبدالعزيز په مشرۍ د اسلامي نړي د همکاريو پر سازمان غږ کړی، چې هڅه دې وکړي ترڅو د اسلامۍ نړۍ غږ يو کړي.

د سعودي دولتي سرچينو ويلي دي چې د دغه هېواد حکومت د اسلامي نړۍ د همکاريو له سازمان غوښتي دي، چې هغه لوړې مخې چې د اسلامي هېوادونو ګټې په کې نغښتې دي بايد ګړندۍ او پلې کړي.

پاچا سلمان د خپل هېواد له ټوالو وزيرانو غوښتي دي چې د دغه سازمان په ټولنيزو، اقتصادي او نورو چارو کې ور سره همکاري وکړي.

د اسلامي نړۍ د همکاريو سازمان په سعودي عربستان کې دی، چې د سعودي دولت له خوا يې مالي ملاتړ کيږي.

رشيه ټوډې؛ ولسمشر پوتين: د نړۍ په بيلا بيلو برخو کې د متحدو ايالتو د نېږدې او منځني واټن وېشتونکي مزايل څارو
د روسيې ولسمشر ولادميير پوتين وايي چې هېواد يې د نړۍ په بيلا بيلو برخو او په ځانګړي ډول اروپا او اسيا - پېسېفېک کې د متحدو ايالاتو د نېږدې او منځني واټن وېشتونکو توغنديو سېسټم څارې او تر نظارت لاندې يې نېولی دی.

مسکو وايي چې د دغه سېسټم د څار ترڅنګ دوی د هغه ګواښونو په اړه بايد چوپ پاتې نه شي د متحدو ايالتو له خوا په سيمه کې د وسلو د سيالۍ پر اساس ور ته متوجې دي.

واشنګټن په اروپا او د نړۍ په يو شمېر سيمو کې د مزايلو د کشف او خنثی کولو سېسټمونه ځای پر ځای کړی دی چې مسکو يې په اړه اندېښمن کړی او د ځان لپاره يې ګواښ ګڼي.

جيونيوز: پخوانی لومړی وزير شاهد خاقان عباسي له زندان روغتون ته وړل شوی
د پاکستان حکومت د دغه هېواد پخوانی لومړي وزير شاهد خاقان عباسي د مالي او اداري فساد په جرم زندان کې اچولی او اوس مهال د ورپېښې ناروغۍ له امله روغتون ته وړل شوی دی.

عباسي په عادليه جيل کې اچولی شوی دی. رسنيو ليکلي دي چې نوموړی تېره مياشت جراحي عمليات کړی او په دې پار اوس د اسلام اباد په يو روغتون کې بستر دی.

دا د پاکستان څلورم لومړی وزير/ولسمشر دی، چې د خيانت او فساد په تورونو زندان کې ساتل کيږي.

د پاکستان دولت پخواني ولسمشر پروېز مشرف په اعدام محکوم کړی، نواز شريف او آصف علي زرداري په زندانونو کې ساتل کيږي.
 
ټايمز اف اڼډيا: د واټس آپ له لارې له بانکي اکونټونو د پيسو غلا
هندوستان کې په دې څو اوونيو کې داسې په لسګونه پېښې ثبت شوې دي، چې سايبري جرم کوونکي يا Cybercriminals توانېدلي دي چې د واټس آپ (QR code) له لارې د خلکو بانکي اکونټونو يا حسابونو ته لاس رسی پيدا او پيسې يې غلا کړي.
 
سايبري غلا د واټس آپ QR code په نښه شوې کسانو ته لېږي او هر کله چې د دوی د لارښوونو اړوند پر دغه کډ پروسه وړاندې يووړل شي نو دوی بانکي حسابونو ته لاس رسی پرې پيدا کوي.

هند کې تېره مياشت په يوې شمېر ايالتونو کې د دغه بهير لسګونه پېښې ثبت شوي دي او د سايبري جرمونو ضد پوليسو خلکو په دې اړه پوهای او خبرداري وړاندې کړي دي.

انټرنيتي غله د سوداګريزو اعلانونو د پيسو په نوم QR code خلکو ته ليږي او هر کله چې يو څوګ دغه کوډ قوبل کړي، نو پر ځخای دا دې چې د هغې اکونټ پيسې ور زياتې شي، د اکونټ کنټرول يې د نورو په لاس کې کيږي.

د سايبري جرمونو ضد پوليسو له خلکو غوښتي دي چې QR code يوازې هغه وخت کېکاږئ چې تاسې پيسې تحويلوی، په هغه وخت کې ورڅخه ډډه وکړې چې کله تاسې ته د پيسو د تر لاسه کولو پيغام راشي.

QR code يو انټرنېټي لېنک دی، که چېرې يې رېښتنې سرچينه يې مالومه نه وي نو د پيسو په شمول ډيری مالومات د درغلۍ کوونکو لاس ته ورځي.

اېکسپرېس ټرېبيون: واشنګټن له لوېدېځې افريقا تر ۷۰۰۰ خپل پوځيان باسي
پاکستانۍ اېکسپرېس ټرېبيون ورځپاڼې ليکلي دي چې د امريکا متحد ايالت پلان لري چې له لوېدېځې افريقا خپل پوځيان چې شمېر يې له شپږو بيا تر اوو زره رسيږي وباسي.

د متحدو ايالتو دفاع وزارت دغاه پلان وروسته له هغې نېولی دی چې په نجريا کې يې پوځي اډه جوړه او اوس يې د پوځيانو او مهاماتو د ځای پر ځای کېدو تمرکز هلته دی.

ويل کيږي چې متحد ايالت به ورته د پوځيانو اېستلو پلان عراق، افغانستان او لاتين امريکا کې هم پلی کړی او د خپلو پوځيانو شمېر به راکم کړي.