سعودي عربستان په ۳ میاشتو کې د ۶ لکه څخه زیاتې ویزې ورکړې دي   

روهي( څلورنۍ/۴ د غبرګولي )، سعودي عربستان د ۲۰۱۹ م کال په لوړمړنیو ۳ میاشتو کې د ۶ لکه څخه زیاتې ړوېزې هغو خلکو ته ورکړې دي چې کومو خلکو غوښتنه لرله چې په سعودي عربستان کې کار وکړي.
 
 
د المدینه ورځپاڼې په وینا ، په دریمه برخه کې د نارینه کارمندانو لپاره ۴۹۸ زره ویزې ورکړل شوې. دا د ټولې ویزې۸۲.۱ سلنه ښایي بله خوا بیا د ښځو لپاره یو لک نهه زره ویزې ورکړل شوي دي چې کومې وېزې ۱۷.۹ سلنه جوړوي.
 
دغو وېزو زیاته برخه د شخصي شرکتونو له خوا خلکو ته ورکړل شوي دي یواځې ۲.۸ سلنه وېزې د حکومتي ادارو له خوا ورکړل شوي دي.