روسیې یوه جيټ الوتکه غورځېدلې ده   

روهي( څلورنۍ/۴ د غبرګولي )، د روسیې چارواکو منلې چې د دې هېواد یوه الوتکه د یوې ازمایښتي الوتنې په مهال را لویدلې ده.
 

له دې وړاندې د روسیې دا ماډل الوتکه نه وه غورځېدلې.
 

تراوسه د دغې الوتکې د رالوېدو علت نه دی څرګند، خو د روسیې تاس خبري آژانس د دې هېواد د پوځي صنعت د یوه چارواکي له قوله چې نوم یې نه دی په ډاګه شوی، خبر ورکړی چې د لومړنیو تحقیقاتو له مخې د رالوېدو سبب د الوتکې د تخنیکي سیسټم په کنټرول کې ستونزه ده.