دې نشه په حالت کې یې د التوکې د  دروازې خلاصېدو هڅه کړې

روهي(درې نۍ/۳ د مرغومی)، یوې برتانوۍ ښځې محکمې ته اعتراف کړی چې د الوتنې پر مهال یې د الوتکې د دروازې پرانیستلو هڅه کړې، چې له کبله یې الوتکه کې بېړنی حالت اعلان شوی او د مرستې لپاره جېټ الوتکې ور غوښتل شوې دي. ۲۶ کلنې کلو هېنس د روان کال د جون میاشتې پر ۲۲مه نېټه له برتانیا نه ترکیې ته د الوتنې پرمهال دغه کار کړی. ویل کېږي چې نوموړې د الوتکې د عملې پر هغه کس هم نوکارې لګولې دي چې د دې د مخنیوي هڅه یې کړې وه. له دې پېښې سملاسي وروسته د برتانیا د شاهي هوایي ځواک دوه جېټ الوتکې سملاسي والوتې او دغه مساپر وړونکې الوتکه یې لندن ته نژدې په سټنسټډ هوایي ډګر راښکته کړه. اغلې هېنس پر خپلو دواړو جرمونو اعتراف کړی دی او د جنورۍ په ۲۴مه نېټه به یې محکمه کې سزا اعلان شي. نوموړې منلې ده چې په دې کار سره یې د مساپرو ژوند ته خطر پېښ کړی او د عملې یو کس یې وهلی ټکولی. د اغلې هېنس مدافع وکیل اولېور سکسبي محکمې ته ویلي، په دې کې هېڅ شک نشته چې موکله یې د دې هوایي سفر پر مهال نشته وه. ښاغلي سکسبي ویلي، موکله یې ډېرې ستونزې لري او له رواني پلوه نارامه ده.