
روهي(درې نۍ/۳ د مرغومی)،دی د امریکا په تاریخ کې دریم ولسمشر دی چې د استازو جرګې لخوا استیضاح کېږي او اوس به په سنا کې محاکمه کېږي، خو د ولسمشر ټرمپ جمهوریت پال ګوند په سنا کې اکثریت لري او تمه نه کېږي چې دی به له واکه ليرې شي. تمه کېږي چې په سنا کې به د ولسمشر ټرمپ محاکمه د کرسمس له رخصتیو وروسته راتلونکي کال جنورۍ کې پیل شي. د امریکا په کانګرس کې جمهوریت پالو او دېموکراتو مشرانو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د استیضاح قضیې پر اصول لانجه کړې ده. دېموکراتانو د دې خبرې تضمین غواړي چې ولسمشر ټرمپ د عادلانه محاکمې لپاره باید شاهدانو او د اسنادو ښودلو ته اجازه ورکړل شي. پر ښاغلي ټرمپ تور دی چې د پوځي مرستو په بدل کې یې پر اوکرایین فشار راوړی چې د ده سیاسي سیال جو بایډن پر ضد د فساد قضیه پرانیزي. د دېموکراتانو یوه مهم مشر چک شومر ویلي، اوکرایین ته د مرستو په اړه یو مهم افشا شوي برېښنالیک وښودله چې په دې قضیه کې باید روڼوالی وي. د جمهوریت پالو مشر مېت مېکانل ویلي، په دې محاکمه کې د شاهدانو د حاضرېدو شونتیا شته، خو ښکاره یې ونه ویل چې له خلکو به شاهدي اخیستل کېږي. دېموکراتان غواړي چې په دې قضیه کې د دوی څلورو شاهدانو ته د شاهدۍ ورکولو اجازې ضمانت ورکړل شي. دا څلور شاهدان د سپینې ماڼۍ اوسني او پخواني سلاکاران دي چې د دې قضیې او د اوکرایین له ولسمشر سره د ولسمشر ټرمپ تیلیفوني مکالمې په اړه مالومات لري. ولسمشر ټرمپ پر ځان لګېدلي تورونه بیا بیا رد کړي دي او ادعا کوي چې دېموکراتانو د ده پر ضد دسیسه جوړه کړې ده.