د انټرنټ بدیله تکنالوژۍ ازمويښت بریالې وه

روهي(درې نۍ/۳ د مرغومی)، د روسیې حکومت اعلان کړی دی چې د رنېټ په نامه د نړیوال انټرنټ د یوې بدیلې تکنالوژۍ بریالۍ ازموینه یې کړې ده. تر اوسه د دې ازموینې او نوې تکنالوژۍ په اړه ډېر جزیات نه دي په ډاګه شوي، خو د روسیې د مخابراتو وزارت وایي، عام خلک هېڅ پوه نشول چې د انټرنټ وسیله یې بدله شوې. اوس به د دې تکنالوژۍ او ترسره شوې ازموینې پایلې ولسمشر ولادمیر پوتین ته وړاندې کېږي. کارپوهان اندېښنه لري چې له دې وروسته ښایي یو شمېر هېوادونه د انټرنټ نړیوالې شبکې د ګډوډولو هڅې پیل کړي. د برتانیا د سري پوهنتون د کمپیوټر پوهنې برخې پروفیسور الن وډورډ وایي، د روسیې دا ګام د انټرنټ د ماتولو یا ګډوډولو یوه وروستۍ هڅه ده. نوموړی وایي، ځینې هېوادونه غواړي د خپل وګړو ټول فعالیتونه وګوري، او د ایران او چین په څېر هېوادونو وار د مخه دا چاره پیل کړې ده. پروفیسور وډورډ وایي، په دې سره به د یو هېواد وګړي ان په دې هم خبر نه وي چې په خپل هېواد کې یې څه تېرېږي، ځکه انلاین فضا او مالومات به د حکومتونو لخوا کنترول کېږي. د روسیې د مخابراتو وزیر الېکسي سوکولوف ویلي، د رنېټ په نامه د دې تکنالوژۍ ازموینه له پلان سره سمه ترسره شوه او بریالۍ وه.کارپوهان وایي، د دې نوي تکنالوژۍ پر مټ به روسیه یوازې په څو ځانګړو ځایونو کې له نړیوال انټرنټ سره وصل وي. خو مهمه خبره دا ده چې روسي حکومت به د وصل پر دې ټولو برخو کنترول ولري. په اوږدمهال کې روسیه غواړي چې د چین په څېر خپلو وګړو ته د فېسبوک او ګوګل پر ځای بدیل پروګرامونه جوړ کړي.