
روهي(درې نۍ/۳ د مرغومی)، امریکایي چارواکي وایي، له دې وروسته به اردن او مصر ته هغه پلټونکي سپي نه استوي چې د چاودېدونکو توکو په موندلو کې مهارت لري. دا پرېکړه وروسته له هغه کېږي چې دې دواړو هېوادونو کې یو شمېر دا سپي د بې غورۍ له کبله مړه شول. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي، د کار پر وخت د هر سپي مړینه خواشینوونکې پېښه ده. په تېره سپتمبر میاشت کې په یوه رپوټ کې ویل شوي وو چې هغه سل پلټونکي سپي چې امریکا مصر، اردن او اتو نورو هېوادونو ته استولي وو، په سمه توګه نه ساتل کېږي. دا سپي د ترهګرۍ ضد د امریکا د ځانګړو پروګرامونو کې بهرنیو هېوادونو ته استول شوي وو. اردن او مصر تر دې دمه د امریکایي حکومت دې پرېکړې په اړه غبرګون نه دی ښودلی. اردن هغه هېواد دی چې تر ټولو ډېر امریکایي پلټونکي سپي ور استول کېږي، چې شمېر یې شاوخوا سلو ته رسېږي. خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د نورو سپیو د مړینې مخنیوي لپاره یې دا پرېکړه کړې ده. یاد وزارت وایي، هغه سپي چې وار د مخه اردن او مصر ته استول شوي، د اوس لپاره به هلته پاتې وي.