غلو د اور وژنې څانګې څخه د کرسمس ونه غلا کړه   

روهی( درې نۍ/۳ د غبرګولي )، د آلمان په ښار "بیل" کې پولیس د هغو غلو په لټه کې دي چې د کرسمس اوږده ونه یې غلا کړې او نور هغه څه چې تیره اونۍ هلته د اور وژنې په څانګه کې نصب شوي وو ، خو پولیس تر دې دمه په لټه کې دي خو د غلو په نیولو نه دي بریالي شوي.
 

د مالوماتو له مخې ، په بیل کې د اور وژنې کارکونکو د کرسمس د کرسمس لپاره ۴ میټرو په اوږدوالي د کرسمس ونې په خپل مرکزي دفتر کې نصب کړې دغې ونې کې د ښکلا لپاره ډول ډول ګروپونه هم ځای په ځای شوي وو.

 
د تیرې پنجشنبې په شپه ، ناپیژندل شوو غلو په ډېر مهارت او خاموشۍ سره د پیښې ځای ته ننوتل او د کرسمس ټوله ونه ، پوښ او تارونه یې غلا کړل.
 
د حیرانتیا خبره دا ده چې په لویدیځ آلمان کې د 'بیل' ښار دومره کوچنی دی چې نفوس یې یوازې ۱۵۰۰ کسانو ته رسېږي ، مګر پولیس لاهم نشي کولی د غلو په موندلو بریالي شي.
 
 
ژباړن: محمد مبین هڅاند