روهي( درې نۍ/۳ د غبرګولي )، ننګرهار ولايت تورخم ښاروال انجينر راحت ګل زيارمل د ولايت رسنیو دفتر کې ولسونو ته د حساب ورکونې په مراسمو کې وويل، چې سږکال يې بېلابېلو عايداتي سرچينو څخه يو ديرش ميليونه پنځه سوه څلور اويا زره يو سل او دوه اتيا افغانۍ عوايد ترلاسه کړي چې د تېر کال په پرتله يې په عوايدو کې پنځه ويشت سلنه زياتوالی راغلی.
نوموړي وويل، چې سږکال يې هټيوال او نور څلور ميليونه او جلال اباد ښاروالي يې شپږ ميليونه افغانۍ باقي دي، چې ډېر ژر به يې ترې راټولې کړي.
هغه زياته کړه، چې ترلاسه شويو عوايدو څه يې په څه باندې نهه ويشت ميليونه افغانيو په لګښت په ياد ښارګوټي کې د سولري برېښنا، ويالو او لارو جوړولو، اوبو، ګلدانونو،کټارو، خپلواکۍ څلي جوړولو او نورو برخو کې پروژې پلې کړي دي.
دی وايي، چې په راتلونکي کال کې پلان لري ترڅو د ډکې، ګردي غوث، هزار ناو او باسول بازارونه، چې په کې اووه سوه عايداتي ملکيتونه ثبت شوي تر خپل پوښښ لاندې راولي.
تورخم ښاروال همدا راز وويل، چې په ۱۳۹۹ کال کې به په ياد ښارګوټي کې يو شمېر ويالې، لارې، سړکونه، ګلدانونه، د اوبو ژورې څاه ګانې، قصابانو لپاره د مسلخ، ښاروالۍ ته د نوي اداري تعمير، مېلمستون جوړولو او يو شمېر نورو برخو کې پروژې تطبيق کړي.
د حساب ورکونې پر مهال د تورخم کميسار، د يادې ښاروالۍ مامورینو او ولسي خلکو ګډون کړی و.
وروستي