روهي( دوه نۍ/۲ د غبرګولي )، د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام سلاکار پروفیسور محمد همایون قیومي، د مرغومې میاشتې په ۲ مه نېټه د پارلماني چارو مرستیال ښاغلي ډاکټر محمد کریم باز، په حضور کې د ۱۳۹۹ مالي کال ملي بودیجې طرحه د ولسي جرګې عمومي ناستې ته وړاندې کړه.
په دې ناسته کې ښاغلي قیومي، د ولسي جرګې غړو ته د ملي عوایدو کچې زیاتېدو، د حکومت په کچه د پراختیایي بودیجې د لګښت، د ۱۳۹۹ مالي کال ملي بودیجې طرحې چې په دې طرحې کې د لګښتونو منځنۍ مودې چوکاټ، بودیجوي اصلاحاتو، د حکومت د ځان بسیاینې اقتصادي پالیسۍ په پام کې نیولو سره د ملي بودیجې طرح راغلي دي، په بریا سره د اعتباري اسانتیاوو تمدید پروګرام تر نامه لاندې د پیسو له نړیوال صندوق سره د حکومت د مالي او اقتصادي اصلاحاتو بشپړېدو، د مالي ثبات او اقتصادي ودې ساتنې، اصلاحاتو پلي کولو، له اداري فساد سره مبارزې، د ولایتي توازن طرحې او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو په تړاو مالومات ورکړل
.
د مالیې وزارت سرپرست وویل:" د ۱۳۹۹ مالي کال بودیجه د واقعیتونو، شته سرچینو او د حکومت لومړیتوبونو پر بنسټ تنظیم شوې ده. په دې بودیجه کې زیاته پاملرنه پراختیایي بودیجې ته شوې، چې که چېرته د ۱۳۹۸ مالي کال له ملي بودیجې سره پرتله شي، د ۱۱ سلنې په خواوشا کې زیاتوالی ښيي. دا په داسي حال کې ده، چې په عادي بودیجه کې ۳ سلنه سپما شوې ده."
نوموړي زیاته کړه:" د ۱۳۹۹ مالي کال په بودیجه کې د حکومت لومړیتوبونه دفاع، خوندیتوب او عامه نظم، پوهنه، کلتور او دین، کور جوړونه او ټولنیز جوړښت دي، چې هر یوه یې په ترتیب ۲۴ سلنه، ۱۴ سلنه،۱۲ سلنه، ۸،۹ سلنه، او ۸،۷ سلنه ټولیزه ملي بودیجه ځانته اختصاص کړي ده. د پراختیایي بودیجې ستره برخه په څلورو سکټورونو (کور جوړونه او ټولنیز جوړښت، ټرانسپورټ او مخابرات، انرژي او کانونه، حکومتولۍ او عامه خدمتونو) ته ځانګړې شوې ده، چې په ترتیب سره له ۳۶،۴ میلیارده، ۲۵،۷ میلیارده، ۲۵،۴ میلیارده او ۱۳،۵ میلیارده زیاتې افغانۍ دي.
د مالیې وزارت سرپرست، د ولسي جرګې له استازو غوښتنه وکړه، چې د سترو پراختیایي پروژو پلي کولو او د دولت د تادیاتو د ورکړې لپاره ژرتر ژره د ملي بودیجې سند تصویب کړي.
د یادونې وړده، چې د ۱۳۹۹ مالي کال ټوله ملي بودیجه ۴۲۸ میلیارده افغانۍ ده، له دې ډلې ۲۸۹ میلیارده افغانۍ عادي بودیجه او ۱۳۹ میلیارده پراختیایي بودیجه (۶۳ میلیارده افغانۍ اختیاري او ۷۵ میلیارده یې غیر اختیاري) ده.
وروستي