روهي( دوه نۍ/۲ د غبرګولي )، چین کې ، یو سړی چې په عجیب ناروغۍ کې نیول شوی و په دې توانیدلی چې په ۳۰ کلونو کې د لومړي ځل لپاره په سمه توګه پرمخ ولاړ شي. ۴۶ کلن وېکټېم چې له دې وړاندې نشو کولی چې په سم ډول لاړ شي اوس وتوانېد.
اوس د اوږد عملیاتو وروسته ، د هغه شا ملا سیده شوې او هغه د خپل ځان ملاتړ پیل کړی. هغه په ۱۸ کلنۍ کې د یوې نادره ناروغۍ سره مخ و چې مخ په ځوړند او حتی تل به یې سر په زنګون ایښی مزل کاوه. په چین کې هغه د سړي یا ټوټې کولو سړي په نوم یادیږي. ځکه چې د هغه مخ تل د هغه د زنګونونو باندې ایښی مزل کاوه.
هغه د غریبۍ له امله نشو کولی چې د خپل ځان علاج وکړي، مګر کله چې دا خبر مشهور شو ، د شینژین پوهنتون عمومي روغتون کې د هډوکو ماهر پروفیسر تاو هوران ژمنه وکړه چې د هغې درملنه به وکړي. د ډاکټر په وینا ، دا یوه پیچلې او جدي پیښه ده ، چې عملیات یې خورا ستونزمن او زیات وخت اخلي.
د پروفیسر تاؤ په وینا ، اړینه وه چې لومړی هډوکي مات کړي او بیا یې جراحي او له هغې وروسته یې بیا سره وصل کړي له هغې وروسته د ملا هډوکی ټوله سیسټم مستقیم شو.
ژباړن: محمد مبین هڅاند
وروستي