
وال سټريت ژورنال: افغان ولسمشر غني ټاکنې وګتلې خو چلنجونه پر خپل ځای پاتې دي
ډاکټر نېک محمد ويال
لوېديځۍ رسنۍ وال سټريټ ژورنال د افغانستان د تېرو ولسمشريزو ټاکنو موضوع راخېستې ده او په ټاکنو کې د پنځو نورو کالونو لپاره د ولسمشر محمد اشرف غني بريا ذکر کړې ده.
وال سټريټ ژورنال ليکلي دي چې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون د اعلان پر بنسټ په لومړنيو پايلو کې اوسنی ولسمشر محمد اشرف غني د پنځو کالونو لپاره بيا ولسمشر پاتې شوی خو ټاکنيزې نندارۍ او چلنجونه لا پر خپل ځای پاتې دي.
د يادې رسنۍ په حواله د ولسمشر بل مخکښ نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله ۳۹،۵ سلنه رايې د يو مېلېون او اته لکه او شل زره رايو څخه اخېستي دي. دا څلورم ځل دی چې ډاکټر عبدالله عبدالله د ولسمشريزو ټاکنو لپاره نومانديږي او د ولسمشر کېدو هڅه کوي.
وال سټريت ژورنال د عبدالله عبدالله د نه منلو غبرګون ته په اشارې ويلي دي، چې د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو چلنجونه او ناندرۍ لا پر خپل ځای پاتې دي.
د هېواد ټاکنو خپلواک کمېسيون تېره ورځ د تلې ۲۷مې نېټې د ولسمشريزو ټاکنو پايلې اعلان کړی، چې ولسمشر محمد اشرف غني ۵۰،۶۴ سلنه رايې اخېستي، ورپسې ډاکټر عبدالله عبدالله ۳۹،۵۰ سلنه رايې اخېستې دي. ګلبدين حکمتيار درېيم، رحمت الله نبيل څلورم او فرامرز تمنا پنځم مقام اخېستی دی.
د دغه پايلو په غبرګون کې محمد اشرف غني په مشرۍ دولت جوړونکي ټيم او د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټيم رسنيزې ناستې کابل کې تر سره کړې.
ولسمشر غني د خپل ځان او ټيم بريا د جمهوريت بريا وبلله خو په ورته وخت کې ډاکټر عبدالله عبدالله ويلي چې د ولس د رېښتو رايو پر اساس مونږ ګټونکي يو او اوسنی اعلان شوې رايې راته د منلو نه دي.